BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:29 گرينويچ 2009 ,08 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
سټيرپ : القاعده پاکستان کې ده
 
القاعده
د برتانيا د وسله والو ځواکونو مشر سير جوک سټيرپ بي بي سي ته وويل چې دا مهال القاعده په افغانستان کې فعاليت نه لري .

دغه برتانوي چارواکي زياته کړي چې القاعده د پاکستان په يوه وړوکي سرحدي سيمې کې يوڅه خوځښت لري .

سير جوک د وژل شويو برتانوي پوځيانو د ياد لمانځنې په ورځ او په افغانستان کې د برتانوي پوځيانو د حضور پر سر د تودو را پورته شويو بحثونو په لړ کې دا خبره وکړه چې په افغانستان کې يې روان ماموريت دالقاعدې په وړاندې له پيل شوې پراخې مبارزې سره مرسته کړي .

د بي بي سي لخوا يوه تر سره شوې سروي ښولې چې په افغانستان کې د برتانوي پوځيانو د حضور په اړه د هغه هيواد په عامه ملاتړ کې کموالى راغلى .

اوس د ٦٤ په سلو کې پوښتل شويو برتانويانو په باور دافغانستان جگړه نشي گټل کېدى، په تېر جولاى کې ٥٨ په سلو کې خلکو دغه ډول فکر کاوه .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت