BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:39 گرينويچ 2009 ,07 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
هوايي بريد ٤ پوځيان ٣ پوليس ووژل
 

 
 
امريکايۍ څرخکه افغانستان کې
امريکايي ځواکونو تر دې دمه د بريد په اړه څه نه دي ويلي .
د افغانستان دفاع وزارت وايي اته افغانان چې له امريکايي سره يې په ګډه عمليات کول، د بادغيس په بالامرغاب کې وژل شوي دي .

په وژل شويو کې څلور پوځيان درې پوليس او يو د امريکايانو افغان ژباړن دی .

ايساف ويلي په دې اړه پلټنه کوي چې څرنګه دغه مرګ ژوبله رامنځ ته شوه .

دا پېښه هله وشوه چې افغان او امريکايي ځواکونو بادغيس ولايت کې په سيند د دوو لاهو شويو امريکايي سرتېرو لټون کاوه .

په ډزو کې پنځه امريکايي پوځيان او اتلس افغانان ژوبل شوي دي .

رپوټونه وايي له هوايي ځواکه هله مرسته وغوښتل شوه چې طالبانو پر پوځيانو بريد وکړ .

د افغانستان د لوېديځ بادغيس ولايت پوليسو هم منلې چې د امريکايي ځواکونو لخوا په هوايي بريد کې څلور افغان پوځيان او درې پوليس وژل شوي دي .

پوليس وايي دا بريد په غلطۍ شوی .

د بادغيس د پوليسو د امنيت مسؤول عبدالجبار بي بي سي ته وويل بم داسې مهال غورځول شوی، چې پوځيان او پوليس په ګډه په بالامرغاب سيمه کې له وسله والو طالبانو سره په نښته بوخت ول .

سرچينه زياتوي د تېرې چهارشنبې په ورځ دوه ناټو سرتېري هغه مهال د بالا مرغاب په سيند کې ډوب شول چې له اوبو نه يې مرستندويه توکي راويستل .

عبدالجبار زياتوي وسله والو طالبانو له درو ورځو راهيسې د بالامرغاب سيند ته څېرمه پر بهرنيو ځواکونو بريدونه کول .

د بادغيس د پوليسو د امنيت مشر وايي تېر ماښام هم په سيمه کې له وسله والو طالبانو سره نښته روانه وه، چې بهرنيو ځواکونو له هوايي ځواک نه مرسته وغوښته او يوې چورلکې په غلطۍ بم وغورځاوه چې څلورافغان پوځيان او درې افغان پوليس يې ووژل .

خو د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو وياندې اليزبيت ميتيز بي بي سي ته وويل چې پدې هکله د دوى او د افغان چارواکو څېړنه روانه ده چې ايا چورلکې دغه وژلي که څنګه .

د بادغيس د پوليسو د امنيت مشر په وينا، په بمبار کې يو افغان پوليس هم ټپي شوی دی .

د امنيت مشر په تېرو بريدونو کې د ٢١ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا هم وکړه .

وړاندې ناټو ځواکونو ويلي وو افغانستان کې يې درې سرتېري په دوو جلا پېښو کې وژل شوي چې دوه يې امريکايان دي .

د ١٣٣ وسله والو د وژل کېدو ادعا

بل خوا د شمالي ولايت کندوز والي په دغه ولايت کې د ١٣٣ وسله والو د وژل کېدو ادعا کوي او وايي چې لس نور ټپيان او ١٥ يې ژوندي نيولي دي .

د کندوز والي محمد عمر بي بي سي ته وويل له تېرو پنځو ورځو راهيسې د بهرنيو ځواکونو په ملګرتيا افغان ځواکونو د کندوز په 'ګل تپه' او 'چهاردره' سيمو کې عمليات پيل کړي ول، چې نن پای ته ورسېدل .

د کندوز والي
د کندوز والي ادعا کوي چې په عملياتو کې بهرني اورپکي هم وژل شوي .

نوموړی زياتوي په وژل شويو کې د طالبانو لس بهرني اورپکي او د طالبانو اته قومندانان هم شامل دي، چې وژل شوي بهرنيان غالباً د ازبکستان او چيچنيا وګړي دي .

د کندوز والي په دغو عملياتو کې د طالبانو وژل شويو قومندانانو قاري بشير، ملا فتح، پيرغلام او قاري اسدالله اساسي برخه درلوده .

دی وايي په عملياتو کې له هوايي ځواکه هم ګټه اخيستل شوې، خو ولسي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی .

وسله والو طالبانو تر دې دمه د خپلو جنګياليو او يا قومندانانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت