|
م.م له افغانستانه يوازې ٢٠٠ کارکوونکي وباسي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ملگرو ملتونو سازمان له هغه وروسته په افغانستان د خپلو کارکوونکو له سره د ځاى په ځاى کولو د پلان په اړه وضاحت ورکړى چې په
کابل کې يې د طالبانو له لوري په يوه بريد کې پنځه کارکوونکي ووژل شول .
سرمنشي بان کي مون په دې ټينگار کړى چې له افغانستان نه دوه سوه بهرني کارکوونکي وباسي نه شپږ سوه . ښاغلى بان وايي دغه دوه سوه بهرني کارکوونکي په موقتي ډول له افغانستان نه ويستل کيږي او څلور سوه نور د افغانستان دننه خوندي ځايونو ته ليږل کيږي : '' څرنگه چې تاسې پوهېږۍ ، موږ په افغانستان کې د خپلو کارکوونکو د خوندي کولو لپاره سملاسي گامونه پورته کړي دي. په دغو اقداماتو کې به يو شمېر نړيوال کارکوونکي دلنډې مودې لپاره ځاى پر ځاى شي. ډېرى به يې د افغانستان امن سيمو ته واستول شي. نژدې دوه سوه نور به په بهر کې د سيمې دفترونو ته واستول شي .'' وړاندې هم ملګرو ملتونو ويلي وو چې افغانستان کې د خپلو کارکوونکو شمېر کموي . خو د يوناما يوه وياند اډرين اډورډز بي بي سي ته وويل چې د ټاکنو په درشل کې د ځينو کارکوونکو ويستل کومه لويه خبره نه ده، نوموړى داهم ويلي وو چې اوسمهال هغه کارکوونکي ويستل کېږي چې په افغانستان کې يې شتون اړين نه برېښي :
''موږ چې کومه چاره تر سره کوو او پخوا مو هم تر سره کړې ده هغه داده، نه غواړو چې د نا امنيو په ورځو کې د يو لږ شمېر کارکونکو ژوند له گواښ سره مخامخ شي،چې د ټاکنو ورځې هم له همداسې ورځو څخه دي .موږ له خپلو ځينو کارکونکو نه وغوښتل چې په دغو ورځو کې په رخصتۍ لاړ شي، خو کومو کارکوونکو ته چې اړتيا ده د پخوا په څير به خپلو کارونو ته ادامه ورکوي، سره له دې چې د ورستيو ورځو بريد موږ ته سخت ټکان راکړى دى، بيا هم ژمن يو چې په دغه هېواد کې خپلو چارو ته دوام ورکړو. )) د يوناما يوه تن وياند ايډوارډز ويلي وو چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې يې هم خپل ځينې کارکوونکي له افغانستانه ويستي وو، وايي دا ځل هم چې يو شمېر کارکوونکي ويستل کېږي دا به په دغه هېواد کې د ملگرو ملتونو پر کړنو هېڅ راز ناوړه اغېز ونه کړي . ښاغلي ايډوارډز دا هم وويل چې په وروستي بريد کې ټپيان شوي کارکوونکي يې د درملنې لپاره له افغانستانه بهر لېږدولي دي . تر وروستۍ مرگونې پېښې وروسته ملگرو ملتونو پرېکړه کړې ده چې په افغانستان کې د خپلو کارکوونکو او ودانيو امنيتي حالت له سره وارزوي . ولسمشر حامد کرزي هم د ټيلې فوني خبرو په ترڅ کې پر همدې تړاو د ملگرو ملتونو سر منشي بان کي مون ته ډاډ ورکړى دى چې د کارکوونکو او ودانيو امنيت به يې په ښه توگه خوندي کړي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
م.م: له افغانستانه يو شمېر کارکوونکي باسو05 نومبر, 2009 | خبرونه
م م:په افغانستان کې دکارکوونکوشمېرکموو30 اکتوبر, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||