BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:42 گرينويچ 2009 ,07 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
ناټو د افغان ځواکونو په غښتلي کولو ټينګار کوي
 
اندريس فو راسموسن
راسموسن : (( زما تاکيد به په ځانګړې توګه د روزنې د ماموريت پر غښتلي کولو راټول وي ، چې د افغان پوليس او پوځ په روزلو سره به موږ د دې جوګه شو چې د امنيتي چارو مسؤوليت خپله افغانانو ته وسپارو . ))
د ناټو سرمنشي وايي له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د ژمنې د دوام لپاره بايد له کابل سره نوی تړون وشي .

ښاغلي راسموسن بي بي سي ته وويل چې د راتلونکي کال په لومړيو کې د افغانستان په اړه په پام کې نيول شوی نړيوال کنفرانس به د موافقې د نوي کولو فرصت برابر کړي .

ده وويل له اداري فساد سره د مبارزې ترڅنګ افغان حکومت بايد حکومتداري ښه او افغانانو ته د خدمت برابرولو کار سم کړي :

((موږ څه شي ته چې اړتيا لرو هغه د نړيوالې ټولنې او د افغانستان د نوي حکومت ترمنځ يو نوی تړون دی، داسې تړون چې د نړيوالې ټولنې دوامدارې ژمنې ته شرطونه ټاکي ، موږ بايد دا روښانه کړو چې له افغانستان سره ژمن يو، خو دا کار به له شرطونو پرته نه وي . ))د ناټو سرمنشي وويل ناټو غړي هېوادونه افغانستان کې د ټلوالې له ماموريت سره د مرستو د ډېرولو ژمنې کوي .

ده د ناټو پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې د افغانستان وسله وال ځواک روزلو لپاره خپله ونډه زياته کړي :

افغان ځواکونه
ګورډن براون وويل برتانيا به د افغان ځواکونو د روزنې په اړه له خپلې تگلارې لاس وانه خلي .

((دا به لږ له وخته وړاندې وي چې سړی په دقيق ډول ووايي چې څومره پوځيان به لېږل کېږي، خو دا ويلی شم چې يو شمېر متحدينو افغانستان کې د ونډې د زياتولو ژمنه کړې ده ، زما تاکيد به په ځانګړې توګه د روزنې د ماموريت پر غښتلي کولو راټول وي ، چې د افغان پوليس او پوځ په روزلو سره به موږ د دې جوګه شو چې د امنيتي چارو مسؤوليت خپله افغانانو ته وسپارو . ))

تر دې وړاندې تېره ورځ (جمعه، د لړم پنځلسمه، د نومبر شپږمه) د برتانيا لومړي وزير ګورډن براون وويل چې د افغانستان حکومت د فساد په يوې بېلګې بدل شوی، او دی چمتو نه دی چې د برتانويانو ژوند د يوه داسې حکومت لپاره په خطر کې واچوي چې د فساد ورکولو لپاره هلې ځلې نه کوي .

له غرونو خطر

خو هغه زياته کړه چې برتانيا ته تر ټولو زيات خطر د افغانستان او پاکستان له غرونو ورپېښ دی او برتانيا به د افغان ځواکونو د روزلو له ستراتيژۍ نه لاس په سر نه شي .

هغه وويل افغان نوی حکومت بايد د فساد ورکولو په ګډون په نورو برخو کې هم خپله دنده سرته ورسوي :

((په روانه اوونۍ کې چې ما څو ځله له ولسمشر کرزي سره خبرې کړې، ترې ومې غوښتل چې د راتلونکې دورې لپاره واضح او مثبته اجنډا وټاکي . دی بايد له افغانانو سره يو تړون او مثبته ژمنه وکړي، او بيا افغانان او نړيواله ټولنه د ده کړه د هغه پر بنسټ وارزوي . کله چې ولسمشر کرزی د روانې مياشتې په وروستيو کې لوړه پورته کوي، تمه کېږي چې خپل پلان به په تفصيل سره په ډاګه کړي، او نړيواله مرسته هم د ده په اجنډا او لاسته راوړنو پورې تړلې ده.))

ګورډن براون
لومړي وزير ګورډن براون وويل چې افغان حکومت ((په فساد کې نوم لري )) او ولسمشر کرزی بايد د فساد پر ضد ګامونه واخلي.

برتانوي لومړي وزير وويل افغان حکومت ته په کار دي چې په هېواد کې د روان تاوتريخوالي د پای ته رسولو لپاره هغو مخالفينو ته چې پخلاينې ته چمتو دي، د هېواد په سياسي بهير کې د ورګډېدو لاره هواره کړي :

((موږ له ماتې خوړلي سيال سره د ولسمشر کرزي روغې ته د رسېدو ستاينه کوو . خو لاهم هغه ته روغې ته د رسېدو په برخه کې چې له سياسي بهير نه بهر پاتې دي، د نوموړي پروړاندې ستر ګواښونه پراته دي . پخلاينه او يوځای کول د افغانستان د راتلونکي امنيت لپاره يو ضروري کار دی . ))

ګورډن براون دغه څرګندونې د يوې داسې اوونۍ په پای کې کړې دي، چې اووه برتانوي پوځيان پکې ووژل شول .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت