|
افغانستان کې ٥ بهرني پوځيان وژل شوي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ناټو ځواکونو ويلي افغانستان کې يې درې سرتېري په دوو جلا پېښو کې وژل شوي چې دوه يې امريکايان دي .
ناټو د پېښو د ځايونو په اړه هېڅ نه دي ويلي. بل خوا ناټو ويلي چې له تېرې چهارشنبې ورځې راهيسې يې د افغانستان په لوېديځ بادغيس د بالا مرغاب په سيند کې لادرکه شوي . د لويديځ بادغيس ولايت د امنيت د برخې مشر عبدالجبار بي بي سي ته وويل دغه دوه کسه سرتېري هغه مهال د بالا مرغاب په سيند کې ډوب شول چې له اوبو نه يې مرستندويه توکي راويستل . د ناټو ځواکونو لخوا بي بي سي ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د پوځيانو د ورکېدو کره سيمه او د ورکو سرتېرو نومونه نه په گوته کوي . د بادغيس د امنيت دغه مشر وويل چې د ورکو شويو سرتيرو د موندو په هڅه وتلي افغان او بهرني سرتېري د طالبانو تر بريد لاندې راغلل چې پايله کې يې درې تنه اورپکي ووژل شول . ښاغلي عبدالجبار د سرتېرو د ډوبېدو کيسه داسې وکړه :
((امريکايانو د پراشوټ په مرسته خپل توکي ښکته کول دوه پراشوټونه بې ځايه ښکته کړل دوه پراشوټونه يې سيند ته لوېدلي وو دوه تنه امريکايان په سيند کې ډوب شول او کوم لورې ته يوړل ، هغوى په اوبو کې ډوب شول نه پوهېږم چې ترکمنستان لوري ته يې يووړل،که په کوم ځاى کې بند دي اوس عمليات روان دي وبه کتل شي چې چېرته موندل کېږي، پوليس ، اردو او خپله بهرنيان پرې کار کوي خو تر اوسه نه دي تر لاسه شوي .)) خو د ناټو له خوا خپره شوې اعلاميه وايي چې په دغو عملياتو کې پنځه ويشت افغان او بهرني سرتېري ټپيان شوي دي . وسله والو طالبانو ويلي چې د ډوبو شويو بهرنيو پوځيانو مړي له دوی سره دي . اعلاميه وايي چې د پلټنې عمليات اوس هم ښه په درز کې روان دي، بادغيس د افغانستان په لوېديځ کې يو نا امنه ولايت بلل کېږي چې په دې وروستيو کې په کې د طالبانو جگړيزې کړنې ډېرې شوي دي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
په يوه وسلوال بريد کې 13 امريکان وژل شوي06 نومبر, 2009 | خبرونه
افغان پوليس ٥ برتانوي پوځيان ووژل04 نومبر, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||