|
" د بهرنيانو څرګندونې ښکاره لاسوهنه ده "
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په نوي حکومت کې د لوړ پوړو چارواکو د گمارنې او د اداري فساد د له منځه وړلو پر سر د بهرنيو
هېوادونو او ملگرو ملتونو څرگندونې د افغانستان په چاروکې ښکاره لاسوهنه بللې .
وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ددغه هيواد ملي وامنۍ ته د درناوي کولو غوښتنه کړې . خو د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر د نوي حکومتي جوړښت په اړه د يو شمېر بهرنيو ډيپلوماټانو غوښتنو ته د محتاط غبرگون په څرگندولو سره له نړيوالو وغوښتل چې د فساد په ورکولو کې ورسره مرسته وکړي . د افغانستان د بهرنيو چارووزارت په دغه هېواد کې د ملگرو ملتونو دځانگړي استازي پر مشر او يو شمير نورو ډيپلوماټيکو چارواکو پر هغو څرگندونو کلکه نيوکه کړ ې چې د افغان ولسمشر ته يې د نوې کابينې د جوړولو او د فساد سره د مبارزې په اړه د وزارت په وينا لارښوونې کړې دي . د بهرنيو چارو افغان وزارت دغه ډول څرگندونې نېغه بهرنۍ لاسوهنه ، يو ډول امر او له نړيوالو منل شويو اصولو ليرې کار بللى .
د وزارت لخوا خپره شوې اعلاميې ويلي چې د نړيوالو دوستانو لخوا دغه ډول څرگندونې د افغانستان ملي واکمنۍ تر پښو لاندې کوي . تر کاى ايده وړاندې او وروسته د امريکې ولسمشر اوباما او د برتانيا لومړي وزير گورډن براون په جدي لهجه له افغان ولسمشره وغوښتل چې په نوي اداره کې له فساد سره جدي مبارزه وکړي او جنگسالارانو ته واک ورنکړي . دغو څرگندونوپه افغانستان کې ډول ډول غبرگونونه را وپارول په ولسي جرگې کې د غزنې ولايت استازى خيال محمد حسيني هم دبهرنيو چارو دوزارت سره همغږى دى : بهرنيان اوبه خړوي او کبان نيسي (( بهرنيان دلته اوبه خړوي او کبان نيسي . دا ددوى لاس وهنه ده ، دوى ته خپلې گټې مهمې دي او دهغو لپاره کار کوي . دافغانانو د عزت غم له دوى سره نشته .)) خو د افغانستان د ولسمشرمرستيال وياند سيا مک هروي په حکومت کې د فساد د له منځه وړلو او په اداره کې د اصلاحاتو د راوړلو په اړه د يو شمېر نړيوالو مشرانو او ښاغلي ايده پر څرگندولوپه محتاط ډول غبرگون وښود . سيامک د فساد له منځه وړل دحکومت له پخوا پيل شوې موخه او دنده بولي او په اداره کې د جنگسالارانود شتون او امکان خبره ردوي :
(( جنگ سالار که هغه څوک وي چې عملا په جگړه بوخت وي فکر کوو داسې کسان په افغان حکومت کې تر اوسه نشته او که موخه پخواني مجا هدين وي نو د جنگسالار د کلمې کارول ورته سم کار نه دى . موږ په هره برخه کې دنورو نړيوالو مرستو غوښتنه کوو په ځانگړي توگه دملگرو ملتونواو کاى ايډې څخه غواړو چې په دې اړه نور توضيحات ورکړي چې موخه يې له جنگسالارانو څوک دي )) ښاغلى هروي د ولسمشر کرزي په خبره بيا ټينگار وکړ چې گواکي په افغان حکومت کې هغومره فساد نشته لکه چې ويل کيږي . د ولسي جرگې يوه بله غړې ملالۍ شينوارې بيا د فساد او جنگسالارانو د له منځه وړلو په اړه د نړيوالو غوښتنې پر افغان حکومت يو ډول فشار بولي خو شک پرې لري : (( که دا فشار ريښتيني وي موږ پرې خوشاله يو ، خلک همدا غواړي چې عدالت راشي . هر هيواد چې دلته سر تيري او اغيزلري د خپلو گټو لپاره له ځانگړو جنگسالارانو ملاتړ کوي .)) يو شمير څيړونکي وايي دغه ډول نړيوالې غوښتنې به له ولسمشر کرزي سره مرسته وکړي چې گواکې يو شمير هغو کسانو ته بهانه وکړي چې تر ټاکنو وړاندې يې ور سره د وزارتونو او څوکيو د ورکړې ژمنې کړې وي . خو د سيا سي چارو شنونکى وحيدا لله غازي خېل په دې وروستيو کې د نوي افغان حکومت په اړه د نړيوالو لخوا د شويو څرگندونو لامل دا بولي چې خپل پاتې راتلل پرې دده په خبره پټ کړي : (( دوى په هره سياسي ، پوځي او اقتصادي برخو کې دلته پاتې راغلل غواړي خپله ماتې پټه کړي او ټوله پړه پر افغان حکومت واچوي ، داوباما او براون د څرگندونو لهجه ډيره تيزه وه دا غوښتنه نه بلکې يو امر وو او دا د نړيوالو اصولو سره سمې څرگندونې نه دي . )) خو په هر صورت که په افغانستان کې زيات شمير کار پوهان او دولتي چارواکي په دې وروستيو کې د يو شمير نړيوالو مشرانوپر غوښتنو اوڅرگندونو خوښ نه دي خو عامو خلکو ته دا مهمه ښکار ي چې په څه ډول ژر کېدى شي د فساد او نورو نا خوالو څخه دوى خلاص کړي . دارنگه افغان ولسمشر هم له بيا ټاکل کيدو يوه ورځ وروسته له خلکو او نړيوالو سره تر هر څه د مخه دا ژمنه وکړه چې د اداري فساد داغ به له خپل حکومت څخه ليرې کوي، خو دا کار لکه چې نړيوال يې تمه لري دومره اسانه نه ښکاري او معلوميږي چې ولسمشر کرزى له ډېرو نورو نويو ننگونو سره مخامخ دى . |
ورسره تړلي نور خبرونه
براون: جنګسالاران دې افغان حکومت کې نه وي 06 نومبر, 2009 | خبرونه
د ولسمشر د لوړې کولو لپاره تياری روان دی 06 نومبر, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||