BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 09:10 گرينويچ 2009 ,06 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
په يوه وسلوال بريد کې 13 امريکان وژل شوي
 

 
 
په تکزاس کې امريکايي پوځيان
و لسمشر اوباما له بريده وروسته په خپل غبرګون کې د بريد له قربانيانو او امريکايي سرتېرو سره خواخوږي څرګنده کړه .
د امريکا د تکزاس ايالت په (فورټ هوډ) نظامي مرکز کې په يوه وسله وال بريد کې لږ تر لږه ديارلس امريکايي سرتېري وژل شوي او تر دېرشو زيات ژوبل دي .

د دغه پوځي مرکز قومندان، ډگر جنرال باب کاونى وايي مشکوک بريدگر جگړن نيدال ماليک حسن دى،چې په خپله يو پوځي ارواه پوه و.

ويل کېږي چې بريد کوونکى ژوبل شوى او لا هم ژوندى دى.
وړاندې پوځ د دهغه د وژلو خبر ورکړى و.

چارواکو د دغه وسله وال بريد د ممکنه علت د راڅېړلو خبره رد کړې ده،خو د بريد کوونکي يوه پخواني ملگري ويلي، چې ښاغلى حسن په افغانستان او عراق کې د امريکا د پوځي ښکلېتيا له امله ژور خواشينى و.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما دا د تاوتريخوالي يوه ډارونکې پېښه وبلله او د قربانيانو له کورنيو سره يې غمرازي څرگنده کړه:

(( هغه څه چې پرې پوهېږو، د تاوتريخوالي په دغې ډارونکې پېښه کې يو شمېر امريکايي سرتېري وژل شوي او ډېر نور يې ژوبل دي.

د قربانيانو له کورنيو او هغو سرتېرو سره چې په (فورټ هوډ) کې خدمت کوي غمرازي کووم،او ژوبلو ته دعاوې کوم.

دوى هغه ښځې او سړي دي چې په مېړانې يې خطرمنلى، دوى خپل سر ورکوي چې موږ وساتي .

دا ډېره سخته ده چې موږ دغه باتور امريکايان په پرلپسې ډول په جگړه کې له لاسه ورکوو .))

چارواکو ويلي چې دپېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت