|
براون: جنګسالاران دې افغان حکومت کې نه وي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د برتانيا لومړي وزير گورډن براوون په افغانستان کې د خپل پوځي ښکيلتيا د فاع کړې ده .
ښاغلي براون ولسي جرګې ته په خپله مهمه وينا کې وويل چې د برتيانيا امنيت ته د پاکستان او افغانستان له غرونو څخه ګواښ متوجه دی . خو زياته يې کړه چې ولسمشر حامد کرزي ته يې ويلي چې دی به بريتانوي ځواکونو ديوه داسې حکومت دملاتړ لپاره په خطر کې وا نه چوي چې هغه د فساد ضد ګام نه شي اخيستی . لومړي وزير ګورډن براون وويل چې افغان حکومت ((په فساد کې نوم لري )) او ولسمشر کرزی بايد د فساد پر ضد ګامونه واخلي . ده د فساد ضد يوه نوي کمېسيون د جوړولو وړانديز وکړ چې د ککړو کسانو په اړه پلټنې وکړي . ښاغلي براون وويل چې بې کفايته خلک او جنګسالاران بايد په راتلونکي افغانستان کې ځای و نه لري . دغه راز ده وويل برتانيا به د افغان ځواکونو د روزنې په اړه له خپلې تگلارې لاس وانه خلي . پارلمان ته د نوموړي خبري داسې مهال کېږي چې، څو ورځې وړاندې يوه افغان پوليس په هلمند ولايت کې پنځه برتانوي سرتېري په ډزو ووژل . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||