|
د خنزير له والګي سره د مبارزې هڅې
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
اوس داسې ښکاري چې په افغانستان کې د خنزير د والگي له اړخه اندېښنې ورځ تر بلې ډېرېږي .
افغان ولسمشر هم په لومړي ځل ددغې ناروغۍ په اړه خپله اندېښنه په ډاگه کړه او دغه والگى يې جدي ساري ناروغي وبلله . حامد کرزي پر خلکو غږ وکړ چې د روغتيا وزارت له خوا اعلان شويو لارښونو ته پام وکړي . په دغو سپارښتنو کې د وقايوي تدابيرو نيول راځي چې د ښونځيو او پوهنتونونو تړل کېدل او د دغې ساري ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي لارو چاروته پام کول دي چې د ماسکونو اغوستل او د لاسونو وينځل هم پکې راځي. هغه خلکو ته په خپله وينا کې وويل : (( په هېواد کې د خنزير د والگي د نورې خپريدا د مخنيو ي لپاره چې ډېره سخته ساري ناروغي ده د روغتيايي کارکونکو لارښونو ته کلکه پا ملرنه وکړئ . د خپل ځان او ماشومانو پاکوالي ته پاملرنه ، د کورونو پاک ساتل ، له اړتيا پرته غونډو ته نه ورتلل ، د ماسکونو کارول ، په ورځ کې څو ځله په صابون د لاسونو وينځل ، په گرمو اوبو د خولې ، ستونې او پوزې پاکول ، به تر ډېره تاسې له دغې ناروغۍ څخه وژغوري.)) داسې ويل کېږي چې نژدې زر تنه په افغانستان کې په دغې ناروغى اخته دي چې ٢ پر درې يې افغانان دي او اټکل کېږي چې تر دې مهال به شاوخوا لس کسان له دغې ناورغۍ څخه مړه شوي وي. ښاغلي کرزي وويل دخنزير د والگي له ناروغۍ سره داغېزمنې مبارز ې لپاره يې د څو وزيرانو په گډون عالي دولتي کمېسيون جوړ کړى: (( دغې کمېتې ددغې ناروغۍ دخپرېدا دمخنيوي لپاره اغېزمن ، جدي وقايوي تدابير نيولي او نيسي يې . موږ له رسنيو هم غواړو چې په دې اړه خپرونې ولري چې خلک پرې خبر شي. )) دغه کمېسيون چې مشري يې د روغتيا د وزارت په غاړه ده د ناروغانو پر درملنې سر بېره ، دښونځيواو پوهنتونونو د بندېدو لارښونه کړې او د خلکو د پوهاوي لپاره يې پر راډيو گانو او ټلوېزيونونو د عامه پوهاوي اعلانونه خپروي او ددغې ساري ناروغۍ د وقايې لارې چارې ښيي . د اوس لپاره په افغانستان کې څه باندې ٧ سوه کسان د خنزير په والگي اخته شوي چې ٢ پر درېيمه برخه يې افغانان دي . حکومت د روغتيا له نړيوال سازمانه د ٢ لکه دوزه واکسين او د ميليونونو ډالرو مرستې غوښتنه کړي. د روغتيا وزارت وايي که خلک وقايوي تدابيرو ته پاملرنه وکړي ددغې ناروغۍ خپرېدا به تر ډېره کابو شي . خو په افغانستان کې کمو خلکو ماسکونه اغوستي او لاهم يو زيات شمير خلک دغه ناروغي ډېره جدي نه بولي او ان ځينې يې لا بيخي مني نه. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||