|
د ولسمشر د لوړې کولو لپاره تياری روان دی
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تر اوسه د لوړې د مراسمو د قيقه نېټه نه ده معلومه خو د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ددغو مراسمو لپاره تياری روان دی او دغې چارې ته يوه
ځانگړې کمېټه هم گمارل شوې ده.
دولسمشرۍ ددفتر يو چارواکی صبغت الله سنجر وايي چې په ٣ اونيو کې به دغه چاره تر سره شي: (( موږ هيله من يو چې ژر تر ژره، د دوو – دريو اونيو په ترڅ کې وشي چې له هغه وروسته به د قانون په رڼا کې خپله کابينه وټاکي . په کابينه باندې لا اوس کار پيل شوی ځکه کابينه جوړول ساده کار نه دی ، با اعتباره، تخصصي، ښايسته ، ځواکمنه او د خپلو خلکو پر زړه برابرې کابينې باندې بايد زياتې مشورې او فکر وشي . )) ويل کېږي چې دنوې کابينې ټاکل به دافغان ولسمشر لپاره دا ځل اسانه نه وي . له يوې خوا ولسمشر له يو شمېر جهادي مشرانو سره د وزارتونو او څو کيو دورکړې ژمنه کړې او له بل پلوه په وار وار ويلي چې نوی حکومت به د ملي مشارکت پر بنسټ جوړوي. دغه راز له اداري فساده د پاکو او مسلکي وزيرانو د ټاکلو پر سر د نړيوالو پرله پسې غوښتنې هم هغه څه دي چې کرزي ته به يې له پامه غورځول ګران پرېوزي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||