|
دغزني د امنيت پخوانی آمر خوشې شو
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دغزني چارواکي وايي چې امريکايي ځواکونو د دغه ولايت د امنيت پخوانی آمر او پخوانی سيمه ييز قوماندان اسماعيل عزيز بېرته خوشې
کړی دی .
د دغه ولايت امنيه قوماندان خيالباز شېرزی وايي ښاغلی عزيز د سيمه ييزو قومي مشرانو د هڅو په پايله کې راخوشې شوی دی . ده وويل تر اوسه پورې معلومه نه ده چې امريکايانو ولې هغه نيولی و. د چارواکو په وينا ښاغلی عزيز نن سهار د ځانګړو امريکايي ځواکونه له لوري دغزني ښار شمال لوېديزه څنډه کې په خپل کور کې نيول شوی و. خپله امريکايي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي . اسماعيل عزيز يو پخوانی قوماندان و چې د طالبانو له ماتې وروسته دغزني د امنيه قوماندانۍ دامنيت د آمر په توګه وټاکل شو. خو له څه مودې کاره وروسته بېرته پر کور کېناست او تر دې دمه يې رسمي دنده نه درلوده . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||