BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:51 گرينويچ 2009 ,06 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د سلطان منادي د وژنې په اړه د پلټنو غوښتنه
 

 
 
د خبريالانو ددفاع دټولنې نښان
منادي لومړنی خبريال نه دی چې د خپل کار پر مهال وژل کېږي بلکې تر ده څو ورځې مخکې يو بل افغان خبريال جان الله هاشم زاده او تر هغه څو مياشتې مخکې دبي بي سي يو خبريال عبدالصمد روحاني هم ناڅرګندو وسلوالو وواژه.
د افغان خبريال سلطان منادي له وژنې کابو دوه مېاشتې وروسته له خبريالانو څخه د ملاتړ نړېوالې کمېټې په يوه ليک کې د بريتانيا له لومړي وزير گوډن براون څخه غوښتي چې د دغه هېواد پوځ ته اجازه ورکړي چې د وژل شوي افغان خبريال په اړه هر اړخېزه پلټنې وکړي او د هغو پاېلې له خلکو سره شريکې کړي.

دغې کمېټې په استول شوي ليک کې پر دې ټينگار کړى چې رڼې پلټنې کولى شي د بهرنيو ځواکونو او ملکي افغانانو ترمنځ اړيکې پياوړې کړي.

کمېټې چې دغه ليک د افغانستان ولسمشر او په دغه هېواد کې د ناټو مشر ته هم استولى سپارښتنه يې کړې چې د ملکي وگړو د باور جلبول او ساتل په افغانستان کې د پوځي بريا لپاره ضروري او بنسټيزې لارې دي.

پر همدې مهال په افغانستان کې له خبريالانو څخه د دفاع ټولنې وايي تر اوسه نه د افغان حکومت او نه هم د برتانيا له لوري د سلطان منادي د وژنې په اړه جدي پلټنې شوې دي.

له خبريالانو څخه د دفاع ټولنې مشر رحيم الله سمندر وايي دوى د وژل شوي افغان خبريال د وژنې په اړه د پلټنو په تمه دي.

ښاغلي سمندر خبردارى ورکړ که په دا ډول پېښو سترگې پټې شي د ده په خبره په افغانستان کې به د رسنيو کار له لا ډېرو گواښونو سره مخامخ شي.

يو بل افغان خبريال او د وژل شوي افغان خبريال نژدې ملگرى باري سلام وايي د سلطان منادي د وژنې په اړه بايد د پلټنې يوه ډله جوړه شي:

(( زموږ ځانگړې غوښتنه د پلټنو د يوې گډې افغاني او برتانوي کمېټې جوړول دي چې دغه قضيه وڅاري او عاملين يې محکمې ته راکاږي.

ترهغه چې موږ دا پلټنې ونه کړو موږ نه شو ثابتولى چې په اصل کې څه پېښ شوي دي. ))

ښاغلى منادي له خپل بريتانوي همکار سټيفن فارل سره يو ځاى په کندز کې د وسله والو له لوري د سپټمبر په پنځمه وتښتول شو او له څلورو ورځو وروسته بريتانوي ځواکونو د دغو خبريالانو د ژغورنې لپاره ځانگړي عمليات وکړل چې په پايله کې يې سټيفن فارل وژغورل شو او سلطان منادي ووژل شو.

تر اوسه دا لا نه ده کره شوې چې افغان خبريال د بريتانوي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د ډزو په تبادله کې وژل شوى او که څنګه؟

طالبانو لا له وړاندې له خپله لوري د دغه خبريال وژل رد کړي دي.

تر سلطان منادي شاوخوا يوه مياشت مخکې يو بل افغان خبريال جان الله هاشم زاده هم د تورخم – پېښور پر لاره نا څرګندو کسانو وواژه .

افغان حکومت او پاکستان دواړو ژمنه وکړه چې د ښاغلی هاشمزاده د وژنې قيضه به تعقيبوي خو تر دې مهاله يې هېڅ پرمختګ نه دی کړی .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت