BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:57 گرينويچ 2009 ,05 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
م.م: له افغانستانه يو شمېر کارکوونکي باسو
 

 
 
ښاغلی ايډې
ښاغلي ايډې وويل (( موږ دا ګامونو ددې لپاره اخلو چې دا يقيني کړو چې موږ په افغانستان کې خپل کار ته هم دوام ورکوو او دخپلو کارکوونکو ساتنې ته هم پام کوو.))
ملګري ملتونه په افغانستان کې دامنيتي اندېښنو له امله له دغه هېواد څخه په موقت ډول خپل شپږ سوه کارکوونکي باسي .

د ملګرو ملتونو دکارکوونکو د استونګځايونو د امنيت په اړه له هغه وروسته بيا کتنه پيل شوه چې تېره اونۍ پر يوه ميلمستون د بريد په پايله کې ددغې ادارې پنځه کارکوونکي ووژل شول .

په کابل کې دملګرو ملتونو دماموريت مشر کای ايډې يوې خبري ناستې ته وويل چې ملګري ملتونه به په دغه هېواد کې خپل کار ته دوام ورکړي خو د ادارې لومړيتوب يې دادی چې خپل کارکونکي خوندي کړي :

((دغه ګامونه له هغه وروسته اخيستل کېږي چې په کابل کې د اکتوبر پر اته ويشتمه پر موږ بريد وشو.

دغه ګامونه ددې حقيقت څرګندويي کوي چې موږ د خپلو کارکونکو امنيت ته سخت پام کوو.

اجازه راکړیء چې تکرار کړم : موږ دا ګامونو ددې لپاره اخلو چې دا يقيني کړو موږ په افغانستان کې خپل کار ته هم دوام ورکوو او دخپلو کارکوونکو ساتنې ته هم پام کوو.))

په کابل کې دملګرو ملتونو يوه وياند ادرين اډوارډ بي بي سي ته وويل چې له افغانستانه ويستل کېدونکي کارکونکي به چې په افغانستان کې دملګرو ملتونو د بهرنيو کارکوونکو نژدې نيمايي برخه جوړوي په ګاونډيو هېوادونو کې ځای پر ځای کړای شي.

دملګرو ملتونو وياند وويل چې افغان کارکوونکي به د مرستو رسولو په څېر يو شمېر بنسټيزې دندې پر مخ بيايي.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت