|
خامنئي : د امريکا ظاهري سياست مو نه شي غولولی
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ايران ديني مشر علي خامنئي ويلي هېواد يې ويښ دی او د امريکا په سياست به ونه غولېږي.
خامنئي دغه خبرې د ايران له يوې رسمي راديو سره کړې ، ده ويلي چې که څه هم د امريکا سياست ظاهرآ د سولې خبرې کوي، خو د ايران پروړاندې له دښمنۍ ډک دريځ يې نيولی . په داسې حال کې چې د امريکا پخواني ولسمشر جورج بوش له ايران سره د مخامخ خبرو مساله نه منله، ولسمشر بارک اوباما وړاندې ويلي چې له تهران سره بايد مخامخ خبرې وشي . کلنټن ګواښنه کوي بل خوا د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن خبرداری ورکړی، چې ايران بايد د بډاينې لپاره روسيې ته ډېر يورانيم ورکړي . مېرمن کلنټن دا خبرې په رباط کې يوې خبري ناستې ته کړې دي . بل پلو د فرانسې د بهرنيو چارو وزير برنارد کوچنر ويلي نړيواله ټولنه به له ايران سره پرېکون ونه مني ((که ايران د مسالې ځنډول غواړي، لکه څنګه چې اوس داسې ښکاري، نو موږ يې نشو منلی .)) د نړيوالې اټومي انرژۍ مشر محمد البرادعي هم له تهرانه غوښتنه کړې چې ورکړل شوی وړانديز بايد ژر ځواب کړي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
کلنټن پر ايران د نوي بنديز د ملاتړ هڅه کوي 13 اکتوبر, 2009 | نړۍ
د اټومي وسلو د نه خوراوي هڅې او اندېښنې 25 سپتمبر, 2009 | خبرونه
ايران ته د اټومي پروګرام پر سر دامريکا نوی ګواښ10 سپتمبر, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||