|
افغان پوليس ٥ برتانوي پوځيان ووژل
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د برتانيا دفاع وزارت د افغانستان په سوېل کې د خپلو پنځو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی .
دغه سرتېري د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د يوه افغان پوليس په بريد کې وژل شوي . سرچينه وايي د تلاشۍ پوستې ته څېرمه يوه افغان پوځي پر برتانوي پوځيانو بريد وکړ او وتښتېده . په بريد کې درې افغان پوليس ټپيان شوي . افغانستان کې د برتانوي پوځيانو سرچينه وايي د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړې ده . د برتانيا دفاع وزارت ويلي بريدکوونکی د ګلبدين په نامه يو افغان افسر و ، چې له بريد وروسته له سيمې په تېښته بريالی شوی . افغانستان کې د برتانوي پوځيانو يوه وياند جګړن ډېوېډ وېکفيلډ ويلي وژل شويو برتانوي سرتېرو افغان پوليسو ته روزنه ورکوله او له دوو اوونيو راهيسې له دوی سره يوځای اوسېدل .
جګړن وېکفيلډ زياتوي دا پېښه تېره ورځ د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې شوې ده : ((زموږ پنځه پوځيان ، د خپل ماموريت پرمهال وژل شوي. دوی د هېرېدو نه دي .)) د برتانيا لومړي وزير ګورډن براون د خپلو پوځيانو وژنه يوه خطرناکه ضايع بللې او د هغوی له کورنيو ته تسليت ويلی . نوموړي ويلي (( د دغو پوځيانو په وژنه بايد ټول هېواد وير وکړي . دوی افغانستان کې د امنيت د ټينګښت لپاره تللي وو ، خو د موږ ته تل د افغانستان او پاکستان له ګډې پولې قبايلي سيمو نه خطر دی، او هلته د اورپکو او القاعدې پټنځايونه او روزنځايونه دي .)) تېره مياشت په يوه ورته پېښه کې دوه امريکايي پوځيان د افغان پوليس په ډزو ووژل شول . دا مهال برتانيا افغانستان کې تر نهو زرو ډېر پوځيان لري، چې زياتره يې د هېواد په نارامه سوېلي ولايت هلمند کې مېشت دي . له ٢٠٠١ کال راپدېخوا افغانستان کې د وژل شويو برتانوي پوځيانو شمېر ٢٢٩ ته ورسېده .
٥٦ فيصده برتانويان جګړه نه غواړي
په تېرې اکتوبر مياشت کې د بي بي سي له خوا ترسره شوې يوې سروې په برتانيا کې ښودلې وه، چې د دې هېواد ډېر خلک په افغانستان کې د خپل پوځ پر شته والي خوښ نه دي . په سروې کې د برتانيا له يوازې زرو کسانو څخه پوښتنې شوې وې، چې د هغوى په سلو کې ٥٦ بيا په افغانستان کې د برتانيا له پوځي ماموريت سره مخالفت وښود . په دغې سروې کې په سلو کې ٣٧ وگړو په افغانستان کې د پوځي ماموريت ملاتړ کړی و، يوازې شپږ فيصده دوه زړي وو او په سلو کې يوۀ نه غوښتل چې اصلآ پرې څه ووايي .
کندوز کې چاڼيز عمليات دوام لري افغان امنيتي چارواکي وايي چې د کندر په پل الچين سيمه کې يې چاڼيز عمليات پيل کړي او تراوسه دوام لري . دوی وايي دا عمليات يې د بهرنيو ځواکونو، ملي اردو او امنيتي ځواکونو په ملګرتيا پيل کړي، چې له سيمې د اورپکو ټغر ټول کړي . د چارواکو په وينا، په دغو عملياتو کې د کندوزولايت د ٢٠٩ شاهين قل اردو هم برخه لري . د دوی په خبره، له وسله والو نه د کندوز ولايت باغ شرکت، زاخېل، باسوز او منګ تپه په بشپړه توګه پاکه شوې ده . د چارواکو په خبره په دې عملياتو کې اووه وسله وال وژل شوي، چې څلور يې بهرنيان دي، او د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو خبر هم ورکوي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
برتانويان : له افغانستانه عسکر وباسئ07 اکتوبر, 2009 | خبرونه
برتانوي پوځيان: د باباجي امنيت به ټينګ وساتو29 جولاى, 2009 | افغانستان
ډېری برتانويان افغانستان کې جګړه نه غواړي28 جولاى, 2009 | خبرونه
جان هټن: برتانوي ځواکونه نور تجهيزات غواړي19 جولاى, 2009 | خبرونه
هلمند کې ٢ برتانوي پوځيان وژل شوي05 جولاى, 2009 | خبرونه
هلمند کې دوه برتانوي پوځيان وژل شوي31 مۍ, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||