|
د ميندو د مړينې د مخنيوي پروګرام پيلېږي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې راټيټولو لپاره يو پروګرام پيلوي .
ټاکل شوې ده چې د دغو روغتيايي پروژو عملي چارې د لسو کورنيو او بهرنيو ناحکومتي موسسو له لوري درې اوونۍ وروسته پيل شي . د دغې روغتيايي پروژې لويه موخه په افغانستان کې د زيږون پرمهال د ميندوارو ميندو او له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو د مړينې د کچې را ټيټول ښوول شوي دي . په دې پروژې کې د اساسي روغتيايي خدمتونو وړاندې کول او د افغانستان د پنځو ولايتونو له روغتونونو سره د روغتيايي خدمتونو د پراختيا په برخه کې مرستې شاملې دي . د افغانستان د عامې روغتيا وزير سيد محمد امين فاطمي وايي دغه پروژې به د افغانستان په ١٢ ولايتونو کې روغتيايي وضعيت ته مثبت بدلون ورکړي : (( يقينان د افغانستان د خلکو په روغتيايي وضعې او په ځانگړې د ميندو او ماشومانو په برخه کې به گټورې پايلې ولري . د روغتيا د وضعيت په ښه کېدو به د افغانستان د خلکو ژوند له ټولنيز او اقتصادي پلوه هم ښه شي .))
ټاکل شوې د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې د راټيټولو په موخه دغه پروگرام د پلازمينې کابل په گډون د افغانستان په بدخشان، بغلان، غزني هرات، جوزجان، کندهار، باميان، خوست پکتيکا او تخار ولايتونو کې پلى شي . ښاغلى فاطمي زياتوي چې دغه پروگرام به د افغانستان ٣٥ سلنه اوسيدونکي د روغتيايي خدمتونو تر پوښښ لاندې راولي . پر دغه پروگرام ٧٢ ميليونه ډالره لگښت راځي چې پيسې يې د امريکا د متحدو ايالتونو له لوري ورکول کيږي. روغتيايي چارواکي ژمنه کوي چې د امريکا په مالي مرسته به دغه پروگرام د افغانستان پاتې نورو ولايتونو ته هم وغزول شي . د روغتيا د نړيوال سازمان د راپور له مخې په نړۍ کې افغانستان له نايجريا وروسته دويم هېواد دى چې په هرو سلو زرو ميندو کې يې ١٦٠٠ ميندوارې ميندې د ماشوم د زيږيون پرمهال مري. خو د افغانستان د عامې روغتيا وزارت دغه شميرې ناسمې گڼي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
ډېرې مېرمنې د خپلو پيسو دلګولو واک نه لري 22 اکتوبر, 2009 | خبرونه
پر نشې روږدې افغانې مېرمنې ډېرې شوې دي29 دسمبر, 2008 | افغانستان
هلمندي مېرمنې خپلو لاسي صنايعو ته بازار غواړي 04 جون, 2008 | خبرونه
م.م: افغان مېرمنې لاهم روغتيايي ستونزې لري04 مارچ, 2008 | افغانستان
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||