|
د پيغمبر محمد 'ص' په اړه فيلم جوړېږي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په قطر کې د داسې پلانونو په اړه خبرې رابرسېره شوې دي، چې وايي د ١٥٠ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت د پيغمبر محمد صلی الله
عليه وسلم په اړه يو فېلم جوړېږي .
دغه فېلم به په انګرېزۍ وي او جوړوونکی به يې (باري اوسبورن) وي، چې مخکې يې د (Lord of the Rings ) او (Matrix) فلمونه جوړ کړي دي . د دغې پروژې ترشا د ًطر رسنۍ وايي د فېلم هدف دا دی چې خلکو ته د اسلام په اړه پوهنه ورکړل شي، او د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په اړه د لوېديځوالو ناسم پوهاوی سم شي. د قطري رسنيو شرکت چې د فېلم جوړولو لګښت پر غاړه لري، ويلي د فېلم ليکنه به راتلونکی کال چمتو شي او فېلم جوړول به ورپسې کال پيل شي.
د اسلامي دين عالم يوسف القرضاوي ته د پلټنې ډلې د څارنې دنده سپارل شوې چې د تاريخي او مذهبي پلوه د فلم کره والی ډاډمن کړي . ده وويل دغه فلم به يو داسې فرصت وي چې ټولې نړۍ ته د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د سولې پيغام روښانه کړي . د امريکا فلم جوړوونکي (باري اوسبورن) وويل پر هر ډول انځوريزه بڼه چې د پيغمبر استازيتوب کوي، له اسلامي اړخه بنديز به د فلم جوړونې په وړاندې يوه ننګونه وي . دغه پلان شوی فېلم د رسنيو پروژو وروستۍ برخه ده چې په تېرو څو کلونو کې په يوه موخه پيل شوې، هغه دا چې د لوېديځو نيوکو پر ضد له اسلام نه دفاع وکړي . دا انګېرنه چې اسلامي عقيده په لوېديځ کې تر بريد لاندې ده، او دوی پرې سم نه پوهېږي، يوه زړه خبره ده، په تېرو څو کلونو کې چې د امريکا په مشرۍ پر افغانستان او عراق يرغل شوی، يوه بيړنۍ پاملرنه ورته شوې .
د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په اړه په دنمارک کارتوني انځورنو دا خبره يو ځل بيا راوسپړله چې د اسلام په اړه نه پوهاوی سم دی، او نه هم سم چلن ورسره کېږي . دغه نوی فېلم د خپل ډول دويم دی چې له پيله د نړيوالو کتونکيو لپاره جوړېږي، او موخه يې دا وه چې د لوېديځ د بې پروالي چاره وکړي . لومړی فېلم د (الرساله يا پيغام) فېلم و چې په ١٩٧٦ کال کې جوړ شوی او (انتوني کوېن) په کار کړی و. هغه مهال د فېلم په وړاندې خورا زيات احتجاجونه وشول چې د پيغمبر پر انځورونې له بنديز پکې سرغړونه شوې ده . خو په حقيقت کې داسې نه و شوي . د دغه فېلم ډايرېکټر مصطفی العقاد نژدې دېرش کاله وروسته بيا د هغو کسانو ترمنځ و چې په اردن کې د اسلام پاله اورپکو له خوا په هموهاله څوګونو ځانمرګيو بريدونو کې ووژل شول . |
ورسره تړلي نور خبرونه
ملي شورا د پيغمبر دکارتون بيا چاپول وغندل04 مارچ, 2008 | خبرونه
شهراني:دپيغمبرکارتون پراسلام فرهنگي يرغل دى28 فبروري, 2008 | افغانستان
د پيغمبر د کارتون پرضد په افغانستان کې مظاهرې و شوي05 فبروري, 2006 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||