|
کرزي له فساده د 'پاکې ادارې' جوړولو ژمنه وکړه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو د کميسيون د تېرې ورځې پرېکړې هرکلی وکړ .
کرزي وويل دی خوښ دی چې کميسيون د اساسي قانون له مخې پرېکړه وکړه . حامد کرزي دغه وينا کابل کې هغې خبري ناستې ته وکړه، چې د خپلو مرستيالانو محمد کريم خليلي او فهيم قسيم په منځ کې ولاړ و . کرزي د خپلې وينا په سر کې وويل چې ((د ولسمشرۍ په تېرو سياليو کې اصلي بريالي د افغانستان خلک دي، چې ټولو افغانانو ته مبارکي وايم . )) ولسمشر کرزي د ټاکنو په بهير کې له ملګرو ملتونو، نړيوالې ټولنې او مرستندويه هېوادونو مننه وکړه چې له دې پروسې سره يې مرسته وکړه . کرزي وويل : ((زموږ حکومت بايد په ملي مشارکت ولاړ وي . زموږ په حکومت کې چې هرڅوک ګډون کول غواړي، لاره ورته پرانيستې ده . )) ((افغانستان پر خپل ملي وحدت وياړي، زموږ حکومت او اداره به د ملي وحدت ښکارندوی وي . هيله کوم په راتلونکې کې هم افغانان په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي .)) کرزي د خپلې راتلونکې ادارې د اساسي دندو په اړه وويل دوی به خپله پوره هڅه وکړي چې د حکومت له لمنې نه د فساد تور داغ ليرې کړي او نړيوالو ته ثابته کړي چې افغانان خپلو هڅو کې ريښتيني دي . کرزي په خپلو خبرو کې وويل د خپلې راتلونکې ادارې په هڅه به له طالبانو سره خبرو اترو ته هم لومړيتوب ورکړي، چې د خپل هېواد د سوکالۍ او هوساينې لپاره کار وکړي . حامد کرزي وويل له ګاونډيو هېوادونو سربېره به له نړۍ او په تېره بيا له امريکا سره خپل اړيکي ښه کړي . کرزي وويل دا ټول هله ممکن دي چې ټول افغانان په يوه لاس او يوه غږ سره ملګري شو .
حامد کرزي له فساد سره مبارزې خبره داسې مهال کوي، چې زياتره لوېديځو هېوادونو د تېر دورې اداره له فساده ډکه بللې وه . وړاندې د يو شمېر هېوادونو مشرانو هم د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له دغې پرېکړې او د پنځو نورو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه د ښاغلي کرزي د بيا ټاکل کېدو هرکلی کړی دی . امريکا او برتانيا دواړه په دې کې چټک وو چې حامد کرزي ته د ولسمشر په توګه پر بيا ټاکنې مبارکي ووايي. ولسمشر اوباما له حامد کرزي نه د خپلې ادارې د ملاتړ په اعلانولو کې ګړندی و، خو د وړتياوو پر ارزښت يې هم ټينګار وکړ. ده ټاکنې ګډوډې او بې نظمه وبللې او دې ته يې اړتيا په ګوته کړه چې ده د يوې غوره حکومت کونې نوی پړاو وباله، چې د فساد پر ضد مبارزې هلې ځلې هم په کې وي. ده دغه څرګندونې د افغان ولسمشرۍ د دويم پړاو له لغوه کولو او د ښاغلي کرزي د بري له اعلانولو څو ساعته وروسته کولې. ولسمشر اوباما په سپينه ماڼۍ کې يو خبري کنفرانس ته وويل هغې لارې هڅولی چې له مخې يې د ټاکنو مساله حل شوه . د برتانيا لومړي وزير ګورډون براون خپل پارلمان ته وويل چې د ښاغلي کرزي د دويم پړاو ولسمشري بايد له لومړي پړاو زيات توپير ولري: د فساد ستونزې ((افغانستان اوس د فساد ستونزې د حل، د سيمه ييز حکومتونو پياوړتيا، د افغانستان ټولو برخو ته د رسېدو او د دې لپاره چې افغانانو ته خپل راتلونکي په اړه يو رښتينی ډاډ وکړي، نويو او بيړنيو تدبيرونو ته اړتيا لري. ولسمشر کرزي له ماسره موافقه وکړه چې افغانستان اوس د خپل پوځ او پوليسو شمېر زياتولو او پياوړلو ته اړتيا لري، چې له مخې به يې وکولی شو د بريتانوي ځواکونو شمېر کم کړو. )) د ولسمشر کرزي لخوا په نوي حکومت کې له فساد سره د مبارزې له اعلان سره هممهاله وسله والو طالبانو د ټاکنو دويم پړاو لغوه کېدل د خپلې ستراتيژۍ بريا بللې ده . وسله والو طالبانو په يوه خپره کړې ويناپاڼه کې ويلي د دويم ځل لپاره د کرزي د ټاکنې پرېکړه په کابل کې نه، بلکې د دوی په وينا په واشنګټن کې کېږي . ويناپاڼه زياتوي په کابل کې د ملګرو ملتونو پر مېلمستون بريد دا وښوده چې دغه سازمان ان کابل کې کې هم د دوی له بريدونو خوندي نه دی . |
ورسره تړلي نور خبرونه
اوباما له کرزي نه د فساد ضد ټينګه مبارزه وغوښته02 نومبر, 2009 | خبرونه
'له ټاکنو وتل د حکومت قانونيت نه زيانمنوي'02 نومبر, 2009 | خبرونه
حامد کرزی د دويم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو02 نومبر, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||