|
القاعدې د المغرب د ننه بريدونو ګواښ کړی
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
القاعده ډلې له خپلو سخت دريځو اسلامپالو غوښتي چې د المغرب هېواد په هوايي ډګر او د اورګاډو پر تمځايونو نوي بريدونه وکړي .
دا خبره په عربي جزيره کې د القاعده ډلې يوه مشر ابو بصير ناصر الوحيشي کړې ده . نوموړي ويلي جنګيالي يې بايد له لاسي بمونو کار واخلي . د نوموړي دغه خبرې د القاعدې ډلې پر يوې وېبپاڼې هم خپرې شوې . په وينا کې پر دين نه ولاړو رسنيو او د هغوی پر چلوونکو د بريدونو امر شوی . وينا خپلو جنګياليو ته دا وصيت هم کوي هغه عرب مشران په نښه کړي، چې له لوېديځ سره د تېلو د راکړې ورکړې معامله کوي . الوحيشي ويلي : ((تاسو اوس دې ته اړتيا نه لرئ، چې د لسو ګرامو چاودېدونکو توکو لپاره ډېرې پيسې ولګوئ، بلکې دا اوس ستاسو د ميندو په پخلنځيو کې هم موندل کېږي . )) نوموړي ويلي په منځني ختيځ کې د امنيتي او حکومتي چارواکو سربېره بايد هغه هېوادونه هم په نښه شي، چې د اسلامي هېوادونو په جګړه کې ښکېل دي . د ويلو ده چې القاعدې په دې وروستيو کې په يوشمېر اسلامي هېوادونو لکه، الجزاير، عراق، افغانستان او يمن کې خپل بريدونه ډېر کړي . په چړو او لکړو الوحيشي په خپله وينا کې ويلي د لاديني رسنيو چلوونکي او ليکوال که په چړو هم وي، ووژنئ: ((د ځينو لپاره چړې کافي دي، او د ځينو لپاره بيا ژور ټپونه، او يا دا چې له خپلو پنځوا حواسو يو له لاسه ورکړي . )) |
ورسره تړلي نور خبرونه
رحمن ملک: 'القاعده جنوبي وزيرستان کې ده'02 نومبر, 2009 | خبرونه
امريکا: القاعده له مالي لحاظه کمزورې شوې ده13 اکتوبر, 2009 | خبرونه
ايا د القاعده د ځالو له منځه وړل شوني دي؟04 اکتوبر, 2009 | خبرونه
القاعده طالبانو ته: بهرني ملکي وګړي وتښتوئ16 سپتمبر, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||