BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 23:44 گرينويچ 2009 ,02 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
اوباما له کرزي نه د فساد ضد ټينګه مبارزه وغوښته
 

 
 
کرزی او اوباما
ولسمشر اوباما له حامد کرزي نه د خپلې ادارې د ملاتړ په اعلانولو کې ګړندی و، خو د وړتياوو پر ارزښت يې هم ټينګار وکړ.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون چې تېره ورځ په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی لومړی سړی و چې د دويم پړاو ټاکنو د نه کېدو او د ولسمشر کرزي دبيا ټاکنې په تړاو يې د ټاکنو دخپلواک کمېسيون له پرېکړې ملاتړ وکړ.

په کابل کې د ملګرو ملتونو ددفتر له لوري په دې اړه په خپره شوې ويناپاڼه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خولې ويل شوي چې، د دويم پړاو ټاکنو د نه کېدو او د 2009 زېږدي کال په ټاکنو کې دولسمشر حامد کرزي د برياليتوب هرکلی کوي .

له دې سره همهاله د يو شمېر هېوادونو مشرانو هم د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له دغې پرېکړې او د پنځو نورو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه د ښاغلي کرزي د بيا ټاکل کېدو هرکلی کړی دی .

امريکا او برتانيا دواړه په دې کې چټک وو چې حامد کرزي ته د ولسمشر په توګه پر بيا ټاکنې مبارکي ووايي.

که څه هم د ټاکنو لانجه هواره شوه، خو د ټاکنو ټول بهير تازه پوښتنې پرې ايښي دي. سپينې ماڼۍ اوس حامد کرزی د افغانستان قانوني ولسمشر بللی دی. باراک اوباما له ولسمشر کرزي سره پر ټليفون خبرې کړې او هغه ته يې پر خپل بري مبارکي ويلې ده.

د افغان ولسمشرۍ دويم پړاو په داسې وخت کې لغوه کېږي چې د اوباما اداره د سيمې لپاره له خپلې ستراتيژۍ سره لاس او ګرېوان ده، چې وګوري افغانستان ته نور ځواکونه واستوي که نه؟

اوباما او براون
د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د برتانيا لومړي وزير ګورډن براون دواړو کرزي ته د دويم ځل ولسمشر ټاکل کېدو مبارکي ويلې ده .

ولسمشر اوباما له حامد کرزي نه د خپلې ادارې د ملاتړ په اعلانولو کې ګړندی و، خو د وړتياوو پر ارزښت يې هم ټينګار وکړ.

ده ټاکنې ګډوډې او بې نظمه وبللې او دې ته يې اړتيا په ګوته کړه چې ده د يوې غوره حکومت کونې نوی پړاو وباله، چې د فساد پر ضد مبارزې هلې ځلې هم په کې وي.

ده دغه څرګندونې د افغان ولسمشرۍ د دويم پړاو له لغوه کولو او د ښاغلي کرزي د بري له اعلانولو څو ساعته وروسته کولې. ولسمشر اوباما په سپينه ماڼۍ کې يو خبري کنفرانس ته وويل هغې لارې هڅولی چې له مخې يې د ټاکنو مساله حل شوه :

((يو ساعت مخکې مې له ولسمشر کرزي سره خبرې وکړې او هغه ته مې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر په توګه په دوهم ځل ټاکنه مبارکي وويله. که څه هم د ټاکنو بهير ګډوډ و، زه خوشاله يم چې د افغانستان له قانون سره سم د پايلې په اړه پرېکړه وشوه، چې زه فکر کوم ډېر مهم کار دی، نه يوازې نړيوالې ټولنې ته چې په افغانستان کې يې ډېره پاګونه کړې، په ډېر ارزښت سره دا د افغانانو لپاره ډېره مهمه خبر وه. ))

ولسمشر اوباما وويل د ټاکنو مسالې حل بايد له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان په اړيکيو کې يو نوی پړاو پرانيزي:

ولسمشر کرزي له ماسره موافقه وکړه چې ...
 ولسمشر کرزي له ماسره موافقه وکړه چې افغانستان اوس د خپل پوځ او پوليسو شمېر زياتولو او پياوړلو ته اړتيا لري، چې له مخې به يې وکولی شو د بريتانوي ځواکونو شمېر کم کړو.
 
ګورډن براون

((ما ولسمشر کرزي ته ټينګار وکړ چې د امريکا خلک او ټوله نړيواله ټولنه غواړي له ده او د ده له حکومت سره په ملګرتيا په افغانستان کې ښېرازي او امنيت رامنځته کړو. خو ما ټينګار وکړ چې دا بايد د وخت يوه داسې شېبه وي چې د ښې حکومت کونې، د فساد له منځه وړنې په اړه لا نورو جدي هلوځلو، د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې د چټکتيا لپاره ګډې هڅو نوی پړاو پيل کړو، چې له مخې يې افغانان وکولی شي د ځپل ځان امنيت ونيسي . ))

خو د اټلانټيک سمندر دواړو غاړو کې ګوتنيوونکي دا پوښتنې راپورته کوي چې د ټاکنو دغه پايلې د دومره قربانيو سپيناوی کولی شي. د برتانيا لومړي وزير ګورډون براون خپل پارلمان ته وويل چې د ښاغلي کرزي د دويم پړاو ولسمشري بايد له لومړي پړاو زيات توپير ولري:

((افغانستان اوس د فساد ستونزې د حل، د سيمه ييز حکومتونو پياوړتيا، د افغانستان ټولو برخو ته د رسېدو او د دې لپاره چې افغانانو ته خپل راتلونکي په اړه يو رښتينی ډاډ وکړي، نويو او بيړنيو تدبيرونو ته اړتيا لري. ولسمشر کرزي له ماسره موافقه وکړه چې افغانستان اوس د خپل پوځ او پوليسو شمېر زياتولو او پياوړلو ته اړتيا لري، چې له مخې به يې وکولی شو د بريتانوي ځواکونو شمېر کم کړو. ))

بنسټيز بدلون

اوس به ښايي دواړه ولسمشر اوباما او لومړی وزير براون د ښاغلي کرزي غوږونو ته د دې خبرې پر رسولو زور راوړي چې له بنسټيز بدلون پرته بل څه کار نه ورکوي .

په همدې وخت کې به ښاغلی اوباما د خپل ولسمشرۍ مودې تر ټولو سخته پرېکړه کوي چې افغانستان ته نور لس ګونه زره سرتېري ولېږي که نه؟ لومړي وزير براون ته بيا پر براخو نيوکو سربېره تر مخ ولاړه سياسي ننګونه يوه ستره ستونزه ده، چې بريتانوي حکومت د ځواکونو په سمبالولو کې خپله رښتينې ژمنتيا نه ده ترسره کړې .

د ولسمشر کرزي ددفتر له لوري په خپره شوې ويناپاڼه کې ويل شوي چې د پاکستان او ترکيې ولسمشرانو او د هند لومړي وزير له ښاغلي کرزي سره په ټېلېفوني اړيکو کې، هغه ته د بيا ټاکل کېدو له امله مبارکي ويلې او دافغانستان دټاکنو کمېسيون د پرېکړې ملاتړ يې کړی دی .

کرزی او دهند لومړی وزير
دهند لومړي وزير له افغانستان سره دخپل هېواد د اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی دی .

په وينا پاڼه کې ويل شوي چې دپاکستان ولسمشر او دهند لومړي وزير دواړو له افغانستان سره دخپلو اړيکو په پراختيا او لا ښه کولو ټينګار کړی دی .

پر دې سربېره د روسيې د بهرنيو چارو وزارت هم د ښاغلي کرزي د برياليتوب هرکلی کړی او د يوې ويناپاڼې په ترڅ کې يې ويلي چې ،د ټاکنو دخپلواک کمېسيون پرېکړې په هېواد کې د سولې او ټيکاو د راوستو لپاره د يوه نوي حکومت جوړولو ته لاره هواره کړه .

له دې سره همهاله جاپان هم دښاغلي کرزي دبرياليتوب هرکلی کړی او ټينګار يې کړی چې د افغانستان د بيارغونې لپاره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي .

د سياسي کړيو له ډلې په کابل کې دامريکا سفارت هم د يوې ويناپاڼې په خپرولو سره ،ښاغلي کرزي ته دهغه د بيا ټاکل کېدو له امله مبارکي ويلې او ټينګار يې کړی چې ،دامريکا متحده ايالتونه دافغانستان له نوي ولسمشر سره د همکارۍ د پيل انتظار کوي .

د ښاغلي عبدالله غبرګون
  زه فکر کوم د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه ديوې ښې پرېکړې اټکل نه کېده ، د خپلواکۍ او رښتينولۍ په اړه يې خورا ډېرې پوښتنې وې .
 
عبدالله

د ټاکنو د دويم پړاو نوماند او دښاغلي کرزي سيال عبدالله عبدالله چې دوه ورځې مخکې يې په دويم پړاو ټاکنو کې دنه ګډون اعلان وکړ، د ټاکنو دکمېسيون پرېکړې ته په خپل لومړني غبرګون کې ويلي چې د ټاکنو له کمېسيون څخه يې د ښې پرېکړې تمه نه درلوده:

(( زه فکر کوم د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه ديوې ښې پرېکړې اټکل نه کېده ، د خپلواکۍ او رښتينولۍ په اړه يې خورا ډېرې پوښتنې وې .

دکوم بنسټ له مخې چې ما پيل کړی زه به هېواد ته خپل خدمت او ژمنتيا روانه ساتم او هيله لرم چې وکولای شم لا نور خدمت وکړم. ))

ښاغلي عبدالله زياته کړه چې د کمېسيون د پرېکړه په اړه به دافغانستان خلک قضاوت وکړي او دی به په يوه يادوه ورځو کې ددغې پرېکړې په اړه خپل رسمي غبرګون اعلان کړي .

کرزی او د پاکستان ولسمشر
ښاغلي زرداري هم ولسمشر کرزي ته د ټېلېفوني خبرو په ترڅ کې مبارکي ويلې ده .

دا په داسې حال کې ده چې د مشرانو جرګې دمشر صبغت الله مجددي ، پير سيداحمدګيلاني ، عبدالرب رسول سياف په ګډون يو شمېر جهادي او قومي مشرانو او دهېواد پېژندل شويو سياسي او مذهبي سټو هم ښاغلي کرزي ته دهغه د بري مبارکي ويلې ده .

د ولسمشر کرزي دفتر په يوه جلا ويناپاڼه کې ويلي چې د ولسي جرګې يو شمېر غړو،د مدني ټولنې يو شمېر بنسټونو او يو شمېر علمي او فرهنګي ټولنو او سوداګرو هم د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له پرېکړې ملاتړ کړی او ښاغلي کرزي ته يې مبارکي ويلې ده .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت