|
رحمن ملک: 'القاعده جنوبي وزيرستان کې ده'
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلي د افغانستان او پاکستان پر پوله جنوبي وزيرستان کې تر پنځو زرو ډېر القاعده غړي پټ دي .
رحمن ملک ويلي د القاعدې ډلې د ځپلو لپاره، پاکستان، افغانستان او امريکا په ګډه مبارزه کوي . ښاغلي ملک دغه څرګندونې د بي بي سي له اردو څانګې سره کړې دي . نوموړي د پاکستان د پخواني ولسمشر پرويز مشرف هغه پخوانۍ خبره تکرار کړې، چې القاعده په پاکستان کې د سرطان ناروغۍ په څېر خپلې ريښې ټينګې کړې دي .
رحمن ملک ويلي چې جنوبي وزيرستان کې د القاعده زياتره جنګيالي بهرنيان دي او د پاکستان تحريک طالبان پاکستان له ډلې سره يوځای ترهګريز فعاليتونه کوي . د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي تېره ورځ کولالمپور ته د سفر پرمهال خبريالانو ته وويل په وزيرستان کې د القاعدې پرضد عمليات ښه روان دي . رحمن ملک ويلي جنوبي وزيرستان کې يې د مسيد يا وزيرو قبايلو پر خلاف عمليات نه دي پيل کړي، بلکې هلته د طالبانو، القاعدې او اورپکو پټنځايونه دي، چې له منځه وړل يې د پاکستان مسووليت دی . پنځه ميليون ډالره انعام ! بل خوا د پاکستان حکومت د حکيم الله مسيد د نيولو او يا د هغه د وژلو پر سر پنځه ميليونه ډالره انعام اېښی . پاکستاني چارواکو ويلي که هر چا د طالبانو ١٨ مطلوب جګپوړي مشران ونيول او يا يې ووژل ، دوی به غټ انعام ورکړي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
'' افغانستان او پاکستان ګډه تګلاره غواړي ''14 جنوري, 2009 | خبرونه
ډيک چيني: پاکستان کې القاعده خوندي ځايونه لري12 جنوري, 2009 | نړۍ
پاکستان د جماعة الدعوة پر مشر نظربندي وغځوله 11 جنوري, 2009 | خبرونه
راولپنډۍ کې ځانمرګی بريد شوی02 نومبر, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||