|
چارواکي: تر نامعلومې مودې تعليمي ادارې وتړئ
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواکو په هېواد کې د خنځير د والګي د خپرېدو له وېرې د نامعلومې مودې لپاره د حکومتي او شخصي تعليمي موسسو د تړلو اعلان
کړی دی .
له بېړنيو حالاتو سره د مبارزې د ځانګړ ي کمېسيون له لوري په خپره شوې وينا پاڼه کې په سپورتي لوبو او د خلکو په هر ډول غونډېدلو بنديز لګېدلی دی . د غه راز به وړکتونونه، ښوونځي، کورسونه، د لوړو زدکړو خصوصي او دولتي موسسې تر نامعلومې مودې تړلې او د مخ ښکولو او غېږې په روغبړ هم بنديز لګېدلی دی . په ويناپاڼه کې په جوماتو کې د لمانځه په اړه هم ځانګړې لارښوونه شوې داسې چې يا دې په جمعه لمونځ په پرانيستې فضا کې کېږي او يا دې د ننه پوزې پټې کړي . په خبرپاڼه کې په ډله ييزو غونډو بنديز لګېدلی او تر څنګ يې سپورتي فعاليتونه هم بايد ودرول شي . دا اعلان داسې مهال کېږي چې دعامې روغتيا وزارت تېره ورځ په هېواد کې د خنځير د والګي د چټکې خورېدا له اړخ خبرداری ورکړ .
ويناپاڼه زياتوي چې تر دې دمه د خنځير د والګي ٣٠٦ پېښې تثبيت شوې چې زياتره يې په کابل، پروان او بلخ ولايتونو کې دي . تېره ورځ د افغانستان د عامې روغتيا وزير سيدمحمد امين فاطمي له بي بي سي سره په خبرو کې وويل چې تر اوسه په هېواد کې د سرکوزي د والګي ٢٩٠ پېښې تثبيت شوې او د ٣٠٠ نورو پلټنه روانه ده . د ښاغلي فاطمي په وينا، نړيوال روغتيايي سازمان ژمنه ورسره کړې کله چې د سرکوزي د والګي واکسين بازار ته راووزي، نو افغانستان ته به يو ميليون دوزه ورکوي . د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي د دغې ناروغۍ د ٥١٠٠٠ ناروغانو د درملني لپاره چمتووالی لري . په افغانستان کې له بېړنيو حالاتو سره د مبارزې کمېټې له خپله بېړنۍ غونډه وروسته په دغه هېواد کې د خورېدونکې انفلونزا ناروغۍ د مخنيوي لپاره د دريو اوونيو لپاره بېړني روغتيايي حالت اعلان کړ. د دغې کمېټې مشر او د ولسمشر مرستيال کريم خليلي وويل په دې موده کې به ښوونځي، د لوړو زدکړو موسسې او نورو روزنيز مرکزونه تړلي وي او پر خلکو يې غږ وکړ چې په دې برخه کې روغتيايي لارښوونې په پام کې ونيسي :
درې اوونۍ بېړنی حالت
'' له ارزونې او څېړنې وروسته په دې شو چې د دريو اوونيو لپاره بېړنۍ روغتيايي حالت په افغانستان کې اعلان کړو او هيله من يو چې د نوې خورېدونکې انفلونزا له خورېدو مخنيوی وکړو. او افغان وطنوال مو په دغې ناروغۍ له اخته کېدو وژغورو.'' د خنځير د والګي له امله د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ٥٧١٢ کسان وژل شوي او او شاوخوا ٤٤١٦٦١ نور پرې اخته دي . د دغې ناروغۍ لومړۍ پېښې په مکسيکو او د امريکا په متحده ايالتونو کې تثبيت شوې دي . ډاکټران وايي د دغې ناروغۍ سترې نښې زکام، د ستوني سر او ځان دردونه دي، پزه ورسره بهيږي او د همدارنګه ناروغ ٣٨ درجې تبه هم ورسره لري |
ورسره تړلي نور خبرونه
فاطمي: د خوګ والګي ٢٩٠ پېښې تثبيت شوې31 اکتوبر, 2009 | خبرونه
د سرکوزي والګی نه، د مکسيکو والګی29 اپريل, 2009 | نړۍ
د سرکوزي والګی اورپا ته لېږدېدلی 27 اپريل, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||