|
کلنټن : د عبدالله پرېکون ټاکنې نه شي اغېزمنولی
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي د افغانستان د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې د عبدالله ګډون نه کول د ټاکنو مشروعيت
نه شي زيانمنولی او '' نه کرزي ته کوم زيان رسولی شي. ''
هيلري کلنټن تېره ورځ (شنبه، د اکتوبر پر ٣١ مه) د قدس په لوېديځه غاړه کې د خبريالانو پوښتنې ځوابولې .
مېرمن کلنټن د دې پوښتنې په ځواب کې که چېرې د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو په دويم پړاو کې د ولسمشر حامد کرزي سيال عبدالله عبدالله ګډون ونه کړي، ايا په ټاکنو به څه اغېز وکړي؟ وويل : (( نه پوهېږم چې هغه به دا کار وکړي او که نه ، خو په دې باور يم که له ټاکنو منصرف شي، دا کار د ټاکنو پر مشروعيت هېڅ اغېز نه شي کولی .)) هيلري کلنټن خبري ناستې ته وويل چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو دويم پړاو له وړاندې نه قانوني شوی دی :
((زه فکر کوم چې دا د ده پرېکړه ده څه چې د ده په هوډ کې دي، په ښکاره چې د ده غوراوی دی . خو زه فکر نه کوم چې پر قانونيت دې اغېز وکړي، زموږ په هېواد او همدارنګه په نوره نړۍ کې هم داسې حالتونه وو ، چې د ټاکنو په دويم پړاو کې د يوه عامل له پلوه له ګډون نه ډډه کړې ده . زه فکر نه کوم چې دا پر قانونيت په کوم ډول اغېزه کوي، خو زه غواړم زياته کړه کله چې ولسمشر کرزي د پايلو او نتيجو په اړه له پوهېدو پرته دويم پړاو ومانه، دا خبره له هماغه شېبې قانونيت ورکوي . او د ډاکټر عبدالله پرېکړه يې په هېڅ ډول نه شي ليرې کولی . )) د ولسمشريزو ټاکنو په دويم پړاو کې د حامد کرزي د سيال عبدالله عبدالله د ټاکنيز دفتر وياند سيد اقا فاضل سانچارکى وايي چې ولسمشر کرزي په دويم پړاو کې د گډون په موخه د دوى شرطونه نه دي منلي خو وايي دوى د ټاکنو د تحريم او بايکاټ خبره له سره مطرح کړې نه ده . بله غاړه د ټاکنو کميسيون وايي چې اوس د تحريم موده پاى ته رسېدلې او هېڅ نوماند نه شي په شا کېدى . افغانستان کې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې به د لړم پر شپاړسمه ترسره کېږي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
عبدالله عبدالله نن خپله وروستۍ پرېکړه اعلانوي01 نومبر, 2009 | خبرونه
عبدالله ' ښايي له ټاکنو بايکاټ اعلان کړي '31 اکتوبر, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||