BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 04:38 گرينويچ 2009 ,01 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
عبدالله عبدالله : په ټاکنو کې برخه نه اخلم
 
َعبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله تر دې مخکې د دويم پړاو په ټاکنو کې د گډون لپاره ځينې شرطونه اېښي وو، چې د ولسمشر کرزي لخوا رد شول .
د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو کانديد ډاکټر عبدالله وويل د حکومت او د انتخاباتو د کميسيون د (ناسم عمل) له امله په دوپم گړاو کې برخه نه اخلم .

دا خبره ډاکټر عبدالله په کابل کې د لويې جرګې په کېږدۍ کې وکړه .

ولسمشرۍ ته کانديد عبدالله عبدالله وويل دی د ټاکنو د خپلواک کميسيون د بې پرېوالي غوښتونکی دی .

دی وايي دغه کميسيون مستقل نه و ، او حکومت د يوه کانديد په ګټه له خپلو امکاناتو ګټه واخيسته .

ښاغلي عبدالله خپلو پلويانو ته وويل : ''په دې پړاو، په دې وخت او په دې تاريخي موقع کې چې ستاسو په استازيتوب پرېکړه کوم، خپله پرېکړه دا ډول اعلانوم چې د حکومت او ټاکنو خپلواک کميسيون د ناسمو کړنړ له امله د عقرب (لړم) د شپاړسمې په ټاکنو کې برخه نه اخلم .''

ده وويل چې په ټاکنو کې د ده لخوا برخه نه اخيستل په دې مانا نه دي چې ګني د ټاکنو مخالف دی ، ده وويل : ''ټاکنې د افغانستان د برخليک معلومولو لپاره غوره لاره ګڼم، په ټاکنو کې شفافيت او عادلانه کړه وړه هغه اصول دي له هغه پرته ټاکنې رڼې نه شي ترسره کېدی .''

ده وويل د ټاکنو دويم پړاو پلوی نه و، بلکې د لومړي پړاو شفافيت يې غوښت .

دی وايي چې خپل شرطونه يې وړاندې کړل، خو هماغه شېبه رد شول، او له ښاغلي کرزي سره يې په دې اړه د تېرې چهارشنبې په شپه ليده کاته هم درلودل .

غبرګون

د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتره بي بي سي ته په يوه رالېږل شوې ويناپاڼه کې ويل شوي چې دوی د ټاکنو کمېسيون پرېکړې ته سترګې پرلار دي او د هېواد قوانينو ته بايد درناوی وشي .

خبرپاڼه زياتوي تمه وه چې د لړم پر شپاړسمه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به ډاکټرعبدالله عبدالله برخه اخلي، خو هغه له ګډون کولو ډډه وکړه .

بل خوا د افغانستان ټاکنو خپلواک کميسيون په ټاکنو کې د ډاکټرعبدالله د برخې نه اخيستو په غبرګون کې ويلي چې احتمالاً کمېسيون به تر سبا (دوشنبه ، د نومبر دويمه) پورې خپله پرېکړه وکړي .

د ټاکنو کميسيون د دارالانشاء مرستيال زکريا بارکزي بي بي سي ته وويل چې دې موضوع ته نه په اساسي قانون او نه د ټاکنو په قانون کې ځای ورکړل شوی بلکې يوه تشه موجوده ده :

'' زه بايد ووايم چې دې موضوع ته نه په اساسي قانون او نه د ټاکنو په قانون کې پام شوی، خو د ټاکنو د قانون له مخې کمېسيون دا واک لري چې ټاکنې ترسره شي او يا پاتې کانديد ګټونکی اعلان کړي . ''

حامد کرزی
عبدالله عبدالله وويل چې د تېرې چهارشنبې په شپه يې له کرزي سره ليده کاته درلودل .

وړاندې د ولسمشريزو ټاکنو په دويم پړاو کې د حامد کرزي د سيال عبدالله عبدالله د ټاکنيز دفتر وياند سيد اقا فاضل سانچارکى وايي چې ولسمشر کرزي په دويم پړاو کې د گډون په موخه د دوى شرطونه نه دي منلي خو وايي دوى د ټاکنو د تحريم او بايکاټ خبره له سره مطرح کړې نه ده .

بله غاړه د ټاکنو کميسيون وايي چې اوس د تحريم موده پاى ته رسېدلې او هېڅ نوماند نه شي په شا کېدى .

د امريکې د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرې هم پرون خبريالانو ته ويلي دي چې د عبدالله عبدالله له خوا تحريمول د ټاکنو مشروعيت ته زيان نه رسوي .

د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشاء مشر داود علي نجفي بي بي سي ته وويل چې د ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو به د حامد کرزي او عبدالله عبدالله تر منځ تر سره شي .

عبدالله عبدالله تر دې مخکې د دويم پړاو په ټاکنو کې د گډون لپاره ځينې شرطونه اېښي وو ، نوموړي ويلي وو چې دده د شرطونو منل به د ټاکنو د رڼښت په برخه کې مرسته وکړي .

هو بيا هم بايد ټاکنې تر سره شي

له ښاغلي نجفي نه پوښتنه وشوه که له يادو شويو مخکښو نوماندانو څخه يو يې په ټاکنو کې له گډونه ډډه وکړي، ايا بيا به هم ټاکنې وشي .

د ښاغلي نجفي ځواب دا و چې هو بيا هم بايد ټاکنې تر سره شي :

'' هو ټاکنې بايد تر سره شي، قانون په دې برخه کې صراحت لري، وايي که هېڅ نوماند په دې ونه توانېږي چې پنځوس جمع يو رايي پوره کړي ، دويم پړاو بايد په دوو اوونيو کې تر سره شي، ټاکنې دې وشي او خامخا دې وشي، د افغانستان ټاکنيز سيستم داسې دى چې خلک نيغ په نيغه ولسمشر ته رايي ورکوي تر اوسه چې د افغانستان خلکو کومو نوماندانو ته رايې ورکړي دي لامل يې دادې چې دوى ولسمشرۍ ته نوماند دي .

داود علي نجفي
د ټاکنو خپلواک کميسيون پرون اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې به د راى ورکونې په موخه شپږ زره،درې سوه او دوه ديرش مرکزونه پرانيزي .

دوى حق نه لري چې ووايي زه منصرف کېږم يا ټاکنې تحريموم دوى ته خلکو دا حق ورکړى دى چې تر پايه مخکې ولاړشي، بايد ټاکنې خامخا تر سره شي يوازېنۍ لاره چې راتلونکي ولسمشر ته مشروعيت بښي هغه ټاکنې دي . ''

له ښاغلي نجفي نه پوښتنه وشوه که له دوو مخکښو نوماندانو حامد کرزي او عبدالله عبدالله څخه يو يې دويم پړاو ته لاړ شي بيا به هم ټاکنې تر سره شي که داسې وي څنگه به څرگنديږي چې څوک گټونکى دى ؟ :

''که څوک غواړي چې انصراف وکړي د ټاکنو خپلواک کميسيون دې چارې لپاره يو ټاکلى وخت لري هغه وخت اوس تير شوى دى، يانې نوماندان ډډه نه شي کولاى اوس که له دغو دوو نوماندانو څخه يو يې انصراف وکړي يا ټاکنې تحريم کړي نومونه به يې د راى ورکونې په پاڼو کې وي يانې نوماندان انصراف نه شي کولاى، موږ ټاکنې تر سره کوو کومې رايې چې دغو نوماندانو ته ورکول کېږي هغه محاسبه کېږي او اعلانيږي . ''

ښاغلي عبدالله دا شرط هم ايښى و چې د نوماندانو شلو زرو څارونکو ته دې د څارنې کارتونه ووېشل شي، ښاغلى نجفي وايي چې دا شرط يې منل شوى دى، او کميسيون به يې پلى کړي .

همدا راز ښاغلي عبدالله د ټاکنو د خپلواک کميسيون د مشر عزيز الله لودين د گوښه کولو غوښتنه کړې وه، ښاغلي نجفي وويل چې په دې برخه کې هېڅ نه شي کولاى ځکه چې دا چاره د ولسمشر له واکونو څخه ده .

ښاغلي عبدالله د افغان کابينې د درېيو غړو او د سيمه ييزو ارگانونو د ادارې د مشر ددندو ځنډول هم غوښتي وو، سربېره پر دې يې ويلي وو چې درې نور وزارتونه او د ځينو واليانو چارې دې وڅارل شي .

کرزی او عبدالله
ښاغلي کرزي له مخکې څخه د عبدالله دا شرطونه رد کړي او هغه يې د منلو وړ نه دي بللي .

ښاغلي عبدالله ويل چې دغو کسانو په لومړي پړاو کې د حامد کرزي په گټه کار کړى او ښايي په دويم پړاو کې هم بې پرې پاتې نه شي .

ښاغلي عبدالله د لړم تر نهمې نېټې پورې خپل ټاکنيز سيال او اوسني ولسمشر حامد کرزي ته وخت ورکړى دى چې پر دې اړه پرېکړه وکړي .

خو ښاغلي کرزي له مخکې څخه دا شرطونه رد کړي او هغه يې د منلو وړ نه دي بللي .

د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دار الانشاء مشر هغه گونگوسې هم ناسمې وبللې چې ګواکې ملگرو ملتونو له کميسيونه غوښتي دي چې د نا امنيو له کبله د راى ورکونې ځينې مرکزونه وتړي .

د ټاکنو خپلواک کميسيون پرون اعلان وکړ چې په ټول افغانستان کې به د راى ورکونې په موخه ٦٣٣٢ مرکزونه پرانيزي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت