BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:34 گرينويچ 2009 ,31 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
فاطمي: د خوګ والګي ٢٩٠ پېښې تثبيت شوې
 
د سرکوزي والګی
د ستوني او سر درد، پزه بهېدل د سرکوزي والګي سترې نښې دي .
د افغانستان د عامي روغتيا وزارت د سرکوزي د والگي له نارغۍ سره د مبارزې په برخه کې د نويو ترتيباتو خبر ورکړ .

وزارت وايي د يادې شوي ناروغۍ د مخنيوي په موخه به د عامه پوهاوي پروگرامونه پيلوي او په هوايي ډگرونو کې به خپل کنټرول زياتوي چې افغانستان ته د سرکوزي د والگي په ناروغۍ د اخته کسانو د راتک مخنىوى وکړي .

وزير محمد امين فاطمي گواښنه وکړه چې که د دغې ناروغۍ مخنىوى ونه شي ښايي تر اويا زرو ډير افغانان خپل ژوند له لاسه ورکړي .

نوموړي دغه گواښنه د خوږ دوالکي د ٢٩٠ پېښو د تثبيتېدو د اعلان پرمهال وکړه .

ښاغلي فاطمي بي بي سي ته وويل د سرکوزې دوالکي ٣٠٠ نورې مشکوکې پېښې هم له دوى سره ثبتې شوي چې اوسمهال تر طبي پلټنو لاندې دي .

ښاغلي فاطمي د دې ناروغۍ په اړه وويل : ((دغه مکروب چې موږ ورته اچ يو اې يو وايو ، دا د درې ډوله زکام، د خوګ، انسان او مرغانو ګډوله ده ، نښې يې لومړی په ستوني کې ليدل کېږي ، پوزه ورسره بهيږي او سردردي هم ورسره وي ، همداشان ناروغ ٣٨ درجې تبه هم ورسره لري .))

ښاغلی فاطمي وايي چې ځينې وخت له دې ناروغۍ سره نس ناستی هم وي .

فاطمي زياتوی چې زياتره دغه پېښې په نړيوالو ځواکونو کې تثبيت شوې ، چې پر مناسب وخت يې درملنه شوې او بېرته عادي ژوند ته ستانه شوي دي .

د عامې روغتيا وزير وايي چې په ملکي کسانو کې د سرکوزي والګي ١٨ پېښې تثبيت شوې ، چې زياتره يې په کابل، پروان او بلخ ولايتونو کې دي .

دی وايي د دغې ناروغۍ د خپرېدو اصلي لامل د خلکو ګڼه ګوڼه ده .

نوموړی وايي نړيوال روغتيايي سازمان ژمنه ورسره کړې کله چې د سرکوزي د والګي واکسين بازار ته راووزي، نو افغانستان ته به يو ميليون دوزه ورکوي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت