BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 08:52 گرينويچ 2009 ,31 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
خيبر ايجنسۍ کې چاودنې٧ پوځيان وژلي
 
پاکستاني پوځيان
د پاکستان په جنوبي وزيرستان کې تر دېرشو زرو ډېر پاکستاني پوځيان له طالبانو او القاعدې ډلې سره په نښتو بوخت دي .
پاکستاني چارواکو ويلي چې د دغه هېواد په شمال لوېديځ خيبر دره کې چاودنې اووه پوځيان وژلي .

د خيبر درې يوه چارواکي شفيرالله خان ويلي چاودنه د پېښور له ښاره پنځلس کيلومتره لوېديځ ته د باړې په سورغر سيمه کې شوې ده .

امنيتي چارواکو ويلي چاودنه د ريموټ کنټرول په وسيله شوې ده .

چاودنې د پوځيانو ګاډی په بشپړه توګه ويجاړ کړی .

خيبر پاکستان له افغانستان سره نښلوي .

له دې سيمې زياتره افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته اکمالاتي توکي راځي چې څو ځله وسله والو سوځولي دي
.

د پاکستان قبايلي سيمو کې تر ډېره سيمه ييز خلک واکمن دي ، چې ګڼ يې له طالبانو سره جوړجاړی لري .

د روان اکتوبر پر ٢٩ مه هم د پاکستان پېښور ښار د ګڼې ګوڼې په يوه بازار کې موټر بم چاودنې تر سلو ډېر کسان ووژل او سلګونه نور يې ژوبل کړل .

پاکستان له څو ورځو راهيسې په سويلي وزيرستان کې د القاعده او اورپکو پرضد عمليات پيل کړي، چې دواړه غاړې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولې ادعاوې کوي .

د تېرې چهارشنبې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن اسلام اباد په درې ورځني سفر ولاړه .

تېره ورځ يې له يو شمېر پښتنو قبايلي مشرانو سره وکتل او له هغوی نه يې د نويو اړيکو د پړاو پيلولو غوښتنه وکړه .

له تېرو کابو دوو کلونو راهيسې پاکستان کې ګڼ بريدونه او ځانمرګي بريدونه شوي، چې د نژدې ٢٣٠٠کسانو ژوند يې اخيستی دی .

د دغو زياتره بريدونو پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې د ه .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت