|
اوباما: امريکا ته په ايډز اخته کسان ننوتلی شي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا ولسمشر باراک اوباما اعلان وکړ، هغه قانون به لغوه کړي چې له مخې به يې په ايډز اخته کسان امريکا ته نه پرېښودل کېدل
.
دغه بنديز چې سلګونه کډوالو، سيلانيانو او زده کوونکو ته يې امريکا ته تګ ناشونی کړی و، ښايي چې د راتلونکي کال په پيل سره نوی شي . ښاغلي اوباما وويل دغه ګام د هغو خلکو پرضد سپکاوی پای ته ورسوي چې له دغې ناروغۍ سره ژوند کوي . د امريکا په ګډون په نړۍ کې څو هېوادونه دي چې پر مسافرينو او کډوالو يې دا ډول سخت بنديزونه لګوي . بارک اوباما وويل : ((که غواړو چې په نړۍ کې له ايډز ناروغۍ سره د مبارزې مخکښان شو ، نو دا ډول کړو وړو ته اړتيا لرو .)) د ويلو ده چې په نړۍ کې شاوخوا ٣٣ ميليون کسان په ايډز ناروغۍ اخته دي چې کابو يو ميليون يې په متحده ايالتونو کې اوسېږي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||