|
'ننگرهار کې چاودنې اته ولسيان ووژل'
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ختيځ ولايت ننگرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين يوې چاودنې اته ولسي خلک وژلي چې ښځه هم شامله ده .
د ننگرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي بي بي سي ته وويل پيښه نن سهار( جمعه 07:30) د خوږياڼو په خوارانو سيمه کې پر يوه سراچه ډوله گاډي د سړک غاړې ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده . تراوسه لا د پيښې مسوليت چا نه دى منلى دى . په خوږياڼو کې د ټاکنو پر ورځ پر افغان پوليسو هم بريد وشو او يو شمېر يې ووژل شول، تر هغه وړاندې د خوږياڼو امنيه قومندان هم په يوه چاودونه کې وژل شوى و. ننگرهار د افغانستان په ختيځ کې پروت نسبتآ يو ارمه ولايت بلل کېږي خو، د حکومت ضد مخالفين وخت نا وخت پر پوليسو او بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي . څو ورځې وړاندې د دغه ولايت په مرکز جلال اباد کې پر خپله والي گل اغا شيرزي هم په وسلو دوو سنبالو کسانو بريد وکړى خو هغه ترې روغ رمټ ووت. د ننگرها ولايت چارواکو وويل د پوليسو له لورې په ډزو کې يو بريد کوونکى ووژل شو او بل يې ژوندي نىول شوى دى. طالبانو د بريد مسوليت ومانه او وويل موخه يې د والي وژل ول . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||