BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 04:54 گرينويچ 2009 ,28 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
ناټو: چاودنو ٨ امريکايي پوځيان ووژل
 

 
 
امريکايي پوځيان په افغانستان کې
په دې سره په روانه مياشت کې په افغانستان کې د امريکايي وژل شوو سرتيرو شمېر ٥٥ تنو لوړ شو .
د امريکا په مشرۍ ناټو ځواکونه وايي ٨ امريکايي سرتېري او د دوی يو افغان کارکوونکی د افغانستان په سويل کې د سړک غاړې ماينونو په تازه چاودنو کې وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل دي .

ايساف وايي سرتېري يې د هېواد په سويل کې د سړک غاړې په دوو جلاچادونو کې وژل شوي دي .

روانه مياشت امريکايي سرتېرو ته په افغانستان کې تر ټولو خونړۍ بلل کېږي .

په چاودنو کې چې ايساف يې د ترهگرو کار بولي د بهرنيو ځواکونو يو افغان کارکوونکى هم وژل شوى او يو شمېر نور امريکايان ژوبل شوي دي .

د ايساف له لورې په خپره شوې وينا پاڼه کې د پېښې دقيق ځاى نه دى ښوول شوى .

دا په تېرو دوو ورځو کې امريکايي سرتېرو ته د سر درانده زيان دى چې اړول کېږي .

په دې سره په روانه مياشت کې په افغانستان کې د امريکايي وژل شوو سرتيرو شمېر ٥٥ تنو لوړ شو .

تر دې يوه ورځ وړاندې د امريکايي چورلکود جنگېدو په دوو جلا پېښو کې ١١ امريکايي سرتېري او د دغه هېواد د نشه يې توکو ضد درې مامورين ووژل شول .

امريکايي سرتېري په افغانستان کې
دا مهال په افغانستان کې تر ٦٥ زرو ډېر امريکايي پوځيان مېشت دي .

په دغو پيښو کې ١٢ امريکايان او ١٤ افغانان ژوبل شوي هم ول .

امريکايانو ته دغه مرگ ژوبله داسې مهال رامنځ ته کېږي چې ولسمشر اوباما د افغانستان لپاره د خپلې تگلارې د ارزونې نيمايي ته رسزدلى دى .

ښاغلى اوباما افغانستان ته د زرگونو نورو سرتزرو د استولو له اړخه له گڼو فشارونو سره مخامخ دى .

په همدې لړ کې د امريکا د بهرنيو چارو يو لوړ پوړي ډيپلومات د افغانستان لپاره د خپل هېواد پر تگلارې او له طالبانو سره پرجگړې د اعتراض له امله استعفا ورکړې ده .

د واشنگټن پوست ورځپاڼې د رپوټ له مخې د بهرنيو چارو وزارت دغه لوړپوړي ډيپلومات (ماتيو هو ) چې په زابل ولايت کې يې دنده ترسره کوله، تېره مياشت د يوه ليک له لارې په افغانستان کې دامريکا د موخو په اړه شک څرگند کړ، او استعفا يې ورکړه .

د رپوټ له مخې د بهرنيو چارو وزارت ښاغلي(هو) ته د نورو دندو د ترسره کولو وړانديز وکړ خو هغه و نه منله .

په امريکا کې افغانستان ته د نورو ځواکونو د ډېرولو مساله تر غور لاندې ده .

د روان اکتوبر پر شلمه د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګېټس ويلي وو چې افغانستان د نورو سرتېرو د لېږلو پرېکړه بايد په دغه هېواد کې د سياسي کړکېچ هوارولو ته ونه ځنډول شي .

وړاندې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سټېنلي مکرېسټل له اوباما نه افغانستان ته د ٤٠ زره نورو پوځيانو د استولو غوښتنه کړې وه .

دا مهال په افغانستان کې تر ٦٥ زرو ډېر امريکايي پوځيان مېشت دي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت