BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 09:36 گرينويچ 2009 ,28 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
پېښور کې چاودنې لسګونه کسان ووژل
 
پېښور کې د  ننني  بريد عکس ګورئ
د پېښور ليډي ريډنګ روغتون يوه ډاکټر فيصل زيب بي بي سي ته ويلي چې تر اوسه يې دوی ته تر ٧٠ ډېر مړي وروړي دي .
د پاکستان صوبه سرحد پيپل منډويي کې چاودنې لسګونه کسان وژلي او تر سلو ډېر نور يې ټپيان کړي دي .

د پېښور پوليسو په دې چاودنه کې د شاوخوا ٨٠ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی .

دوی وايي چاودنه له چاودونکو توکو ډک ګاډي په وسيله د خلکو د ګڼې ګوڼې په يوه بازار کې شوې ده .

د پېښور ليډي ريډنګ روغتون يوه ډاکټر فيصل زيب بي بي سي ته ويلي چې تر اوسه يې دوی ته تر ٨٠ ډېر مړي وروړي دي .

د چاودنې له ځايه لوخړې پورته کېږي او د نژدې ټولو ودانيو ښيښې ماتې شوې دي .

د کلنټن سفر

چاودنه داسې مهال شوې، چې د دغه هېواد پلازمېنې اسلام اباد ته د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن نن سهار رسېدلې ده .

هيلري کلنټن
هيلري کلنټن وايي پاکستان ته يې د سفر موخه له دغه هېواد سره د اړيکو ښه کول دي .

آغلې کلنټن پاکستان ته د خپل سفر پرمهال خبريالانو ته ويلي پاکستان ته د دې د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د نوي پړاو پرانيستل دي .

هيلري کلنټن د پاکستان دا ګام وستايه، چې د طالبانو پرضد يې عمليات پيل کړي دي .

دې وويل د جنوبي وزيرستان په قبايلي سيمو کې د پوځ عمليات د ترهګرۍ پرضد يو ښه ګام دی او موږ يې بايد ملاتړ او مرسته وکړو .

پاکستان ويلي چې د طالبانو او القاعده ډلې د ځپلو لپاره يې په جنوبي وزيرستان کې تر دېرشو زرو پورې پوځيان ور مرش کړي دي .

‎له تېرو دوو کلونو راهيسې پاکستان کې ځانمرګو بريدونو او چاودنو د شاوخوا ٢٣٠٠ کسانو ژوند اخيستی دی، چې زياتره بريدونه د پاکستاني اورپکو لخوا ترسره شوي دي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت