BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:43 گرينويچ 2009 ,26 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
افغانستان کې ١٤ امريکايان ووژل شول
 

 
 
افغانستان کې امريکايي پوځيان
په تېر اګست مياشت کې ٥١ امريکايي پوځيان وژل شوي ول .
د امريکا پوځ وايي چې د افغانستان په سوېل کې يې درې الوتکې پر ځمکه رالوېدلې چې له امله يې ١٤ امريکايان وژل شوي دي .

دا پېښه نن ګهيځ (دوشنبه، د اکتوبر ٢٦ مه) شوې ده .

دوی وايي لومړی دوې امريکايي الوتکې د افغانستان په جنوب کې سره وجنګېدې او اووه امريکايي پوځيان او درې ملکي کارکوونکي پکې ووژل شول .

امريکا وايي چې په دغه پېښه کې ١٤ افغانان هم ټپيان شوي دي .

په خبرپاڼه کې د الوتکو د ټکر ځای بادغيس ولايت ښودل شوی دی .

په خبرپاڼه کې د امريکايي ځواکونو د يوه تن وياند جګړن واين شانکس له خولې د امريکايانو د وژل کېدو خبره تاييد شوې ده .

خبرپاڼه وايي د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړې ده .

بل خوا د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د امريکايي ځواکونو د يوه وياند له خولې ويلي چې دغه پېښه د دښمن د بريد له امله نه ده رامنځ ته شوې .

وياند زياتوي چې ټپي شوي پوځيان يې د خپلو ځواکونو روغتون ته لېږدولي دي .

د وسله والو طالبانو پرضد عملياتو کې د نړيوالو ځواکونو د يوې بلې الوتکې د
راغورځېدو خبر هم ورکړل شوی، او پکې د څلورو امريکايي پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی .

وسله والو طالبانو ويلي چې په الوتکه کې سپاره ټول امريکايان وژل شوي، چې د بهرنيو ځواکونو لخوا لېږدول شوي دي .

جنرال سټېنلي مکرېسټل
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سټېنلي مکرېسټل له اوباما نه افغانستان ته د ٤٠ زره نورو پوځيانو د استولو غوښتنه کړې وه .

د رسمي شمېرو له مخې روان ميلادي کال په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په تېره بيا د امريکا او برتانيا لپاره ډېر خونړی دی .

په تېر اګست مياشت کې ٥١ امريکايي پوځيان وژل شوي ول .

او د روانې اکتوبر مياشتې له پيله تر اوسه په افغانستان کې ٣٠ امريکايي پوځيان وژل شوي دي .

په امريکا کې افغانستان ته د نورو ځواکونو د ډېرولو مساله تر غور لاندې ده .
د روان اکتوبر پر شلمه د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګېټس ويلي وو چې افغانستان د نورو سرتېرو د لېږلو پرېکړه بايد په دغه هېواد کې د سياسي کړکېچ هوارولو ته ونه ځنډول شي .

وړاندې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سټېنلي مکرېسټل له اوباما نه افغانستان ته د ٤٠ زره نورو پوځيانو د استولو غوښتنه کړې وه .

دا مهال په افغانستان کې تر ٦٥ زرو ډېر امريکايي پوځيان مېشت دي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت