|
د ننګرهار والي له بريده روغ رمټ ووت
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نن سهار د ننگرهار ولايت ودانۍ ته څېرمه د جلال اباد ښار کې وسله والو کسانو پر يو هوټل بريد کړى او داسې ويل کېږي چې په دغه هوټل
کې غونډه روانه وه .
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدل زي بي بي سي ته وويل کله چې والي ګل اغا شيرزي غوښتل چې له خپل دفتره بهر په يوه هوټل کې غونډې ته ولاړ شي، د لاسي بمونو بريد پرې وشو . د ښاغلي شيرزي وياند زياتوي چې بريد کوونکي دوه تنه ول، او هغه هوټل ته څېرمه ځای پرځای شوي ول، چې ټاکل شوې وه په هوټل کې غونډه وشي . د عبدل زي په وينا، پر والي د لاسي بم تر غورځولو وروسته د هغه ساتونکو پر بريد کوونکو ډزې وکړې او نښته پيل شوه . عبدل زی وايي چې د ساتونکو په ډزو يو بريد کوونکی ووژل شو او يو بل ژوندی ونيول شو . که څه هم د ننګرهار چارواکو د دغه بريد پړه تراوسه پر چانه ده اچولې، خو وسله والو طالبانو د بريد پړه پرغاړه اخيستې او ويلي يې دي چې هدف يې د ننګرهار والي و . بل خوا د جلال اباد ښار روغتون چارواکو بي بي سي ته وويل چې په نښته کې د ګل اغا شيرزي يو ساتونکی ټپي شوی، چې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی . خو د والي وياند د ساتونکي د ټپي کېدو په اړه له معلوماتو بې خبري وښوده . د ختيځ ولايت ننګرهار والي ګل اغا شيرزی تردې وړاندې د کندهار والي او تر هغه مخکې د افغانستان د ښار بيارغاونې وزير و . نوموړي د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو تر لومړي پړاو وړاندې ولسمشرۍ ته د کانديدېدو نيت کړی و، خو له حامد کرزي سره تر اوږدو خبرو اترو وروسته د کرزي په ګټه تېر شو . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||