BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:51 گرينويچ 2009 ,25 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
په لندن کې د افغانستان ضد جګړې لاريون وشو
 
لندن کې د افغانستان د جګړې پرضد لاريون
وروستۍ نظرپوښتنې په ګوته کوي له تېرو اتو کلونو راهيسې په برتانيا کې خلک د جګړې پرضد اوښتي دي .

په لندن کې شاوخو پنځو زرو لاريون کوونکو په افغانستان کې د برتانيا د پوځي ځواک د شته والي پرضد لاريون وکړ .

د لاريون مشري د هغه پوځي لخوا کېده چې لومړنی فعال سرتېری دی، چې له افغانستانه د ناټو وتل غواړي .

لاريون تنظيموونکو وړاندوېينه کړې وه چې لس زره کسان به په دې لاريون کې برخه اخلي، خو له دې سره چې ځينې کسان له سکاټلېنډ څخه هم ورغلي وو، د لاريون کوونکو شمېر تر لس زرو څخه ډېر کم و .

لاريون چې د هايټ پارټ څخه پيل شو، او د ټرپال سکوېير پر لور روان و، مشري يې يوه برحال برتانوي پوځي پرکمشر جو کلينټن کوله .

ويل کېږي نوموړی لومړنی برحاله پوځي دی چې په افغانستان کې د مبارزې پرخلاف خپل غږ پورته کوي .

د لندن لاريون
د تېرې اګست مياشتې په نظر پوښتنه کې په سلو کې ٦٢ خلکو غوښتنه وکړه، چې ځواکونه دې له افغانستان څخه راويستل شي .

لاريون کوونکو ته تر وينا وروسته ده وويل : ((کومې ويناوې چې دلته کېږي، ټولې رښتيا نه دي، دا ټولې منډې تړې له پيله ناڅرګندې وې ، دا د خلکو له امنيت سره مرسته نه شي کولی او نه هم له افغانانو سره مرسته کولی شي . ځکه چې د بل چا د هېواد لاندې کول او د هغه د نظام بدلول يوغيرقانوني کار دی، دا ټول هغه څه دي چې زه نه غواړم برخه پکې واخلم .))

پر پړکمشر جو کلينټن له پوځي دندې د تېښتې تور لګولی شوی ، ځکه چې دوه کاله کېږي چې دی په افغانستان کې خپلې دندې ته نه دی ستون شوی .

وروستۍ نظرپوښتنې په ګوته کوي له تېرو اتو کلونو راهيسې په برتانيا کې خلک د جګړې پرضد اوښتي دي .

د تېرې اګست مياشتې په نظر پوښتنه کې په سلو کې ٦٢ خلکو غوښتنه وکړه، چې ځواکونه دې له افغانستان څخه راويستل شي .

بل خوا هغه رپوټونه چې پوځيانو ته کمزوري اسباب ورکول کېږي، او د برتانوي ځواکونو مړينه چې شمېره يې ٢٢٢ کسانو ته رسېدلې ده، پر برتانوي سياستوالو فشار ډېر کړی دی .

د دې مياشتې په لومړيو کې لومړي وزير ګورډن براون افغانستان ته پنځه سوه نور پوځيان واستول، چې په دې هېواد کې يې د برتانوي پوځيانو شمېر ٩٥٠٠ پوځيانو ته ورساوه .

اوس چې افغانان د دويم پړاو ولسمشريزو ټاکنو ته چمتووالی نيسي، د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې برتانوي سرتېري چې د رايو د مرکزونو ساتنه کوي، دوه جګړې پرمخ بيايي، يوه د افغانستان په غرونو کې او بله په کور د ننه چې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت