|
افغان سوداګر له پولې هاخوا له ستونزو سر ټکوي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يو شمېر افغان سوداګر وايي چې د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته په قبايلي سيمو کې د پاکستاني پوځ عملياتو دوی له زياتو ستونزو سره مخامخ
کړي دي .
د افغانستان سوداګرو اتحاديه وايي چې د سوداګرو په مالونو بار لارۍ د پاکستاني طالبانو او مخالفينو له لوري د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتي توکو په پلمه سوځول کېږي . افغان سوداګر له خپل حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره له پاکستاني لوري سره اړيکي ونيسي او د دوی ستونزې هوارې کړي . د پېښور- کابل لويه لاره د افغانستان- پاکستان تر منځ يوه مهمه سوداګريزه لاره ده . د د غې لارې ارزښت نه يوازې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد له امله دی بلکې د روان زېږدي کال تر لومړيو پورې په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو هم له همدغې لارې خپل اکمالاتي توکي راوړل . خو دا مهال يواځې د افغان سوداګرو او لږ و ډېر ديو شمېر بهرنيو شرکتونو سوداګريز توکي پرې افغانستان ته راځي . افغان سوداګر وايي د ډېورنډ کرښې پورې غاړې ته د اورپکو پر ضد دپاکستاني پوځ د عملياتو له پيل سره دوی ته هم د تورخم پېښور پر لويه لاره دتوکو راوړل ستونزمن شوي دي . د افغان سوداګرو د ټولنې مشر عبدالهادي فرهنګ وايي طالبان د نړيوالو ځواکونو د اکمالاتي توکو په پلمه د افغان سوداګرو په مالونو بار لاريو باندې بريدونه کوي . ښاغلي فرهنګ وويل نه يواځې وسلوالو ورته ستونزې جوړې کړې بلکې پاکستاني پوليس هم په بېلابېلو پلمو ورڅخه پيسې اخلي او ستونزې ورته جوړوي . د ښاغلي فرهنګ په وينا دا کار په سوداګرۍ بده اغېزه کوي او له افغان حکومت څخه يې غوښتل چې له پاکستاني لوري سره خبرې وکړي او د دوی ستونزې هوارې کړي . خو د افغانستان دسوداګرۍ وزارت ددغې ستونزې په اړه ځان ناخبره بولي . د دغه وزارت وياند جواد عمر وايي افغان سوداګرو تر دې مهاله په رسمي ډول ورته ددغې ستونزې يادونه نه ده کړې . وسله وال مخالفين د يوه جګړه ييز تاکتيک په توګه د پولې دواړو غاړو ته په افغانستان کې د مېشتو نړيوالو ځواکونو پر اکمالاتي کارونونو بريدونه کوي . خو د نړيوالو ځواکونو په څنګ افغان سوداګرو ته هم وخت ناوخته زيانونه اړوي . په دقيق ډول که ووايو په اغېزمنېدونکو سيمو کې تېرې شوې ترانسپورټي او مواصلاتي لارې بې له شکه اغېزمنې کېږي . خو تر هغه ځايه پورې چې ليدل کېږي ترانسپورټي لارې پرانستې دي کومه ستونزه نشته د چمن او تورخم لارې چې موږ پرې له پاکستان سره تړلي يو تر اوسه پورې پکې کومه ستونزې نشته . که د سوداګرۍ وزارت ته رسماً کوم شکايت وشي نو وزارت به به له ديپلوماتيکې لارې څخه د ستونزې دهواري لپاره ګام واخلي او د پاکستان له حکومت سره به اړيکې ونيسي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||