|
څېړنغونډه : بډې او فساد د بيارغاونې مخه نيسي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د نيويارک په کولمبيا پوهنتون کي د ودانۍ يا بيارغونې له لارې سوله تر سرليک لاندې يوه ورځنۍ څېړنغونډه جوړه شوې وه چې ترډېره
افغانستان ته ځانګړې شوې وه .
دغه غونډه چې د امريکا د اقتصادي او رسنيزو ډلو په پيسو جوړه شوې وه ګڼ شمېر اروپايي، امريکايي اقتصادپوهان، په بيا رغونه کي د کولمبيا او نيويارک پوهنتون څېړونکي، زده کوونکي او له افغانستان سره دلچسپي لرونکي کسان ورغلي ول . غونډې ته اقتصادپوهانو او کارپوهانو په خپلو خبرو کې په افغانستان کي د امنيت پر غښتلي کولو او ښې حکومتدارۍ په دوديزه توګه يوه يوه ټينګار کاوه چې افغانانو ته دې روغتيايي، ښوونيزې او نورې بنسټيزې اړتياوې برابرې شي. همدارنګه د کابل په حکومت کي يې د کارونو د نه پوښتنې يا نه شفافيت، غلا او بډو د بيارغونې بهير ته لوی خنډونه وبلل شول . غونډې ته د نيويارک پوهنتون افغان اقتصاد پوه پروفيسر محمدا اسحاق نادري هم وينا وکړه . ده په خپلو خبرو کې د افغانستان دکرنيز نظام پر روزلو ښه سم ټينګار وکړ. ځني ومي پوښتل چي د ودانۍ کارونه په سوله کي څنګه ونډه درلودای شي . د افغانانو په ګټه نه وي ښاغلي نادري وويل چې افغانان بايد خپله دا مسله را پورته کړي ځکه موږ خپله نړۍ ته دا ونه وايو چې دا کار موږ ته ګټه لري او دا يې نه لري . بهرنيان د ښاغلي نادري په وينا داسې کارونو ته لاس ور اچوي چې ځينې يې ګردسره د افغانانو په ګټه نه وي . ښاغلي نادري همدارنګه زياته کړه چې پرمختيايي هېوادونه د حساب او کتاب په کارونو کي بې سېکه دي . خو ځينې کارپوهان په افغانستان کي سوله د ودانولو لپاره لومړی شرط ګڼي . د سياسي چارو کارپوه او د افغانستان پخوانی ډپلومات عبدالقادر هوتک د لوېديځ کارپوهانو دا خبره يوازې پلمه ګڼي چې په افغانستان کي توکميز وېش هم د بيارغونې پر وړاندې خنډ دی . ښاغلي هوتک په افغانستان کي توکميز وېش د بهرنيو لاسوهنو زېږنده ګڼي نه کومه تاريخي ستونزه . ښاغلی هوتک وايي ژبني او قومي مسايل هغه وسيله ده چې د افغانستان په تاريخ کي بهرنيانو تل ګټه ترېنه اخيستې ده په داسې حال کي چې د افغانستان قومونو په دغه هيواد کي د ورورګلوۍ په يو داسې چاپېريال ژوند کړی چې د خېښۍ او دوستۍ په کولو په يوه وينه بدل شوي دي . د نيويارک پوهنتون د پرمختيايي څېړونو د مرکز مشر پروفيسر ويليم ايسټري د افغانستان په ودانولو کې د امريکايي مرستندويه ټولنو د راپورونو پر ماهيت نيوکه وکړه او همدارنګه يې د لوېديځ پر مشرانو غږ وکړ چې د خپلو سياسي ګټو لپاره دې د مسلکي اقتصاد پوهانو له نامه څخه کار نه اخلي. پر دې ټولو خبرو سربېره ګڼ شمېر کارپوهان دا باور هم څرګندوي چي افغانستان خپله افغانان ابادولای شي نه بهرنيان . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||