BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:22 گرينويچ 2009 ,24 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
سانچارکي: د کمپاين په څرنګوالي نه يوخبر شوي
 

 
 
عبدالله عبدالله
په ټاکنو کې د ولسمشر کرزي د مخالف کانديد ډاکټر عبدالله پلويانو تور لگولى چې کميسيون په تېر پړاو کې بې پلوي ونه ساتلاى شواى او د راتلونکي پړاو ټاکنو اداره بايد ورته ونه سپارل شي.
د ډاکټر عبدالله د انتخاباتي کمپاين ډلې د ټاکنوکمېسيون تورن کړى چې د دويم پړاو انتخاباتو د کمپاين د څرنگوالي په اړه يې دوى ته معلومات نه دي ورکړي .

د ښاغلي عبدالله د انتخاباتي مبارزو وياند فاضل سنچارگي وويل دوى ته لا نه دي ويل شوي چې انتخاباتي نښان يې څه دى او انتخاباتي مبارزې به يې په څه ډول وي .

خود ټاکنو کمېسيون او د ښاغلي عبدالله د سيال حامد کرزي ډله وايي چې د ټاکنيزو منډو ترړو څرنگوالى د پيل او پاى نېټه يې روښانه او اعلان شوي دي .

نن نيمه شپه

د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنيز کمپاين نن نيمه شپه پيل شوه اود ټاکنود کمېسيون په وينا د تېرو ټاکنو په څېر به له انتخاباتو دوه ورځې وړاندې پاى ته ورسېږي .

خو دويم پړاو انتخاباتو ته د ولاړ کانديد عبدالله عبدالله د کمپاين ډله وايي دوى ته په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويل شوي .

اصول هماغه پخواني دي،
داود علي نجفي
 اصول هماغه پخواني دي، ډېر روښانه دي او هېڅ ډول بدلون په کې نه دى راغلى،دا د تېرو ټاکنو لړۍ ده
 
داود علي نجفي

د ښاغلي عبدالله د ټاکنيزو مبارزو وياند فاضل سانچارکي بي بي سي سره په خبرو کې د انتخاباتو کمېسيون تورن کړ چې د کمپاين د څرنگوالي او د نېټې د څومره والي په اړه يې دوى ته هېڅ معلومات نه دي ورکړي .

ښاغلي نجفي وويل که د ټاکنيز کمپاين د څرنگوالي په اړه کانديدان څه ستونزه يا پوښتنه لري له کمېسيون سره يې شريکولى شي :

'' له بده مرغه د انتخاباتو کمېسيون په مطلق ډول له موږ سره مخامخ اړيکي نه درلودې او موږ د کمېسيون له پرېکړو خبر نه يو. تراوسه لا نه پوهېږو چې زموږ انتخاباتي شمېره څو ده،لا نه پوهېږو چې د رايي اچونې پاڼې او د کانديدانو د عکسونو پاڼې نوي دي او که هماغه پخوانۍ دي .

دغه راز نه پوهېږي چې د کانديدانو شمېرې يوه او دوه دي او هماغه پخوانۍ شمېرې دي،له موږ سره هېڅ ډول معلومات نه دي شريک شوي، موږ په يوه نا څرگند حالت کې يو .''

خو د ښاغلي سانچارکي د خبرو خلاف د حامد کرزي د ټاکنيز کمپاين مشر وحيد عمر بي بي سي ته وويل د انتخاباتو کمېسيون تېره ورځ د مطبوعاتو له لارې،په دې اړه هر څه روښانه کړل :

وحيد عمر
وحيد عمر : (( موږ د ټاکنو له څرنګوالي سره اشنا يو .))

'' د کمپاين په اړه خو د ټاکنو کمېسيون اعلان وکړ، زه فکر کوم چې موږ د ټاکنو د څرنگوالي سره اشنا يو، موږ ته همدا کافي ته چې وپوهيدو چې کمپاين د شنبې له شپې پيلېږي او له انتخاباتو اته څلويښت ساعته وړاندې پاى ته رسېږي . هر څه روښانه دي موږ د کمپاين له بهير سره اشنا يو او له تېرو ټاکنو مو ډېر څه زده کړي دي .''

خو د ښاغلي عبدالله د کمپاين ډله بيا دا کافي نه بولي او د ټاکنو کمېسيون په دې اړه په ناغيړۍ تورنوي .

ښاغلي سانچارکي وويل کمېسيون بايد په دې اړه دوى ته په رسمي ډول معلومات ورکړي واى .

د کمېسيون د دارالانشاء مشر داود علي نجفي وايي د ټاکنو په اړه چې د مطبوعاتو له لارې دوى کوم اعلان کړى، کانديدانو ته د رسمي اعلان په مانا دى .

ښاغلي نجفي وويل دويم پړاوو له تېرو هغوو سره يوازې دا توپېر لري چې،په تېر پړاوو کې له ديرشو ورپوته کانديدان ول او په دې کې يوازې دوه کانديدان دي .

نوموړي وويل د دې پړاوو د رايي اچونې په پاڼو کې هم د همدغوو دوو کانديدانو عسکونه دي او انتخاباتي شمېرې او نښانونه يې د تېرو ټاکنو دي :

'' اصول هماغه پخواني دي، ډېر روښانه دي او هېڅ ډول بدلون په کې نه دى راغلى،دا د تېرو ټاکنو لړۍ ده .

فاضل سانچارکي
د کمپاين په اړه خو د ټاکنو کمېسيون اعلان وکړ، زه فکر کوم چې موږ د ټاکنو د څرنگوالي سره اشنا يو .

د کمپاين تگلاره هم هماغه ده،د کمپاين موده هم کمه ده،د شنبې په ورځ پيلېږي او د لړم د مياشتې په څوارلسمه نېټه يانې له انتخاباتو نه اته څلويښت ساعته وړاندې پاى ته رسېږي .

په دې اړه تگلارې ډېرې روښانه دي او هرڅه پخواني دي،خو يوازې دا توپېر دى چې د دويم پړاوو ټاکنې د وو کسانو ترمنځ دي او تېرې د يوه څلويښت کسانو ترمنځ وې''.

د افغانستان د دويم پړاوو انتخابات به د راتلونکې نومبر مياشتې په اووه نېټه ترسره کېږي، چې يوازې دوه کانديدان به په کې له يو بل سره سيالي کوي .

د افغانستان د روان کال د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړى پړاوو د تېرې اگست مياشتې په شلمه نېټه ترسره شوې چې په کې د اووه دېرشو کانديدانو په منځ کې د ښاغلي کرزي رايي تر ټولو ډېرې اعلان شوې او د لومړنيو پايلو له مخې کټونکى گڼل کېده .

خو په ټاکنو کې د پراخو درغليو ادعاوو انتخابات دويم دور ته وغزول .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت