BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:07 گرينويچ 2009 ,23 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
په امريکا کې د نشه يي توکو ضد عمليات
 

 
 
د امريکا بيرغ
امريکايي چارواکي وايي دا په دغه هېواد کې دنشه يي توکو دکاروباريانو پر ضد تر تولو ستر عمليات دي .
امريکايي چارواکو په امريکا کي دنشه يي توکود ميکسکويي ډلو پرضد دا ترټولو لوی عمليات اعلان کړي دي.

پوليس وايي په دو ورځو کي يې په نولسو ايالتونو کې د نشه يي توکو په سلګونو سوداګر نيولي ، په زرګونو کيلو ګرامه نشه توکي او ميليونونو نغدې پيسې تر لاسه کړې دي.

د امريکا لوی څارنوال ايريک هولډر د ميکسيکو دنشه توکو دسوداګرو نوې ډله لافاميليا ترټولو خطرناکه ډله وبلله .

ښاغلي هولډر وويل چي روان عمليات ترڅو مياشتو پلټنو وروسته پيل شوي دي.
((د 44 مياشتنيو عملياتو د پروژې په ترڅ کې 1186کسه نيول شوي ، په دوی کې هغه 303 تنه هم شامل دي چې نن او پرون نيول شوي دي .

ددې ترڅنګ تر 32 ميليونه ډېر امريکايې ډالر ضبط شوي او نژدې 1000 کيلو ګرامه ميتام فيتامين ، شاوخوا دوه زره کيلو ګرامه کوکايين او ډېر نور کېمياوي توکي هم تر لاسه شوي د ي. ))

امريکايي او مکسيکويي ولسمشرانو د دغو ډلوپه ختمولو کې دملګرتيا هوډ څرګند کړی دی .

په ميلادي کال دوه زره شپږم کې ښاغلي کالډيران په ميکسيکو کې د واک د ترلاسه کولوسره سم په هېواد کې دنشه توکو د سوداګرو پر ضد عمليات پيل کړي دي.

خو په امريکا او مکسيکو کې د تازه عملياتو په باب ميکسيکويي چارواکو د دغو عملياتو د همغږۍ په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

امريکايي چارواکي پر لافاميليا ډلې تور لګوي چې دنشه يي توکو ډېر سم او منظم کاروانونه يې پر امريکا رامات کړي چې دښاغلي هولډر په قول دغه ډله که څه هم نوې ده خو دمکسيکو له پنځو خطرناکو ډلو څخه تر ټولو خطرناکه ډله ځکه ده چې دخپل مقصد لپاره له مذهب څخه کار اخلي.

دغه ډلي اعلان کړی چې بې ګناه انسانان نه وژني او نه هم دپيسو پر سر څوک وژني.

خو د امريکا دمرکزي څارګرې ادارې يا ايف بي آی مشر رابرټ مولر وويل چې دا عمليات دهغې ډلې پرضد يو مخکښ ګام دی چې ځان يې د ده په قول د مفکورې تر شا پټ کړی اود امريکا ښارونو او بانډو ته نشه يي توکي راوړي او امريکايان وېروي.

دچارواکو په وينا دغه ډلې د امريکا په لويو ښارونو لاس اينجلس، اټلانټا، ډالس اوسياټل کې دخپلو سنګرونو په جوړولو او ټينګولو بوختې دي.

. دنشه توکو په دغې جګړو کې تر اوسه يوازې دشمېرو له مخې څوارلس نيم زره انسانان وژل شوي دي.

د يادونې وړده چې دا عمليات په داسې وخت کې پيل شوي چې په ټوله امريکا کې هسپانوي توکمه امريکايانو دچارواکو او رسنيو له توپيره د ډک چلند پر ضد لاريونونه پيل کړي دي.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت