BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:38 گرينويچ 2009 ,22 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
نشه يي توکي او د روسيې زيانونه
 

 
 
ښاغلی ميدوېدوف
دا لومړی ځل نه دی چې روسي چارواکي په افغانستان کې د توليدونکو نشه يي توکو له امله اندېښنه ښيي بلکې تر دې وړاندې يې هم په وار وار ورته څرګندونې کړې دي .
د روسيې ولسمشر مدويدوف په افغانستان کې تو ليد شوي نشه يي توکي د روسيې ملي امنيت ته گواښ بللى دی .

دغې ستونزې د ماسکو او واشنگټن ترمنځ په اړيکو منفي سيورى غوړولى .

روسيه ، ناټو او ډېر کله متحده ايالات تورنه وي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو په هڅوکې پاتې راغلې ده .

د کمونيزم له ماتې وروسته د روسيې سويلي پولې له د غه ډول ستونزو ډېر ې اغېزمنې دي .

په افغانستان کې د توليد شويو هيروينو لويه برخه د پخواني شوروي اتحاد د جمهوريتونو تاجکستان او ترکمنستان له لارې قاچاق کېږي چي وروسته د قزاقستان له لار ې د مرکزي روسيې سيمو ته وړل کېږي چې د هيروينو گڼ شمېر روږدي پکې ژوند کوي .
د پوليسو او سرحدي ساتونکو لخوا دنيول شويو هيروينو کچه ډېره کمه ده.
د روسيې د روغتيا چارواکي وايي د زياتو نشه يي توکو کارول هره ورځ اتيا تنه وژني .

پر دې سر بېره په روسيه کې د ستنې له لارې د نشه يي توکو د زياتې کارونې له کبله په سلگونو زره کسان په اچ اى وي او تور زيړي اخته شوي دي .

دقيقه شمېره يې نه ده معلومه خو اټکل کېږي چې په روسيه کې د يو نيم او شپږ ميليون کسانو ترمنځ په هيروينو روږدي دي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت