BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:56 گرينويچ 2009 ,21 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
عبدالله : د ټاکنو غځېدل د ملي ګټو په خير دي
 

 
 
عبدالله
ښاغلي عبدالله د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري د ټاکنو دويم پړاو ته تلل او د حامد کرزي له لوري د اعلان شويو پايلو د منلو هرکلى وکړ .
د افغانستان د ولسمشرۍ دويم ځل ټاکنو ته ولاړ کانديد عبدالله عبدالله دويم پړاو ته د ټاکنو غځېدو ته په خپل لومړي غبرگون کې له خلکو غوښتي چې په راتلونکو ټاکنو پراخ گډون وکړي .

د ده سيال اوسني ولسمشر حامدکرزي تېره ورځ له خلکو دغه غوښتنه کړې وه .

ښاغلي عبدالله دويم ځلي ټاکنو ته د چمتووالي د څرگندولو ترڅنگ په يوه گډ حکومت کې کار کول رد کړل .

هغه وويل دويم پړاو ته د ټاکنو غځېدل د افغانستان د ولسواکۍ او ددغه هېواد د ملي گټو په خېر دي .

سره له دې چې په تېرو ټاکنو کې د خلکو ونډه د هيلو پر خلاف کمه وه اوس دا اندېښنې مخ په زېاتېدو دي چې ښايي دا ځل د امنيتي ستونزو او سړې هوا له کبله په ټاکنو کې د خلکو ونډه تر هغه هم کمه وي .

دغو اندېښنو ته په پام د دويم پړاو دواړو کانديدانو په خلکو غږ کړى چې په ټاکنو کې پراخ گډون وکړي .

د دويم پړاو کانديد عبدالله عبدالله په يوه خبري کنفرانس کې له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو کې د پراخ گډون له لارې په خپلو رايو ولسمشر وټاکي :

صبر ، حوصله او قانونمندي

'' زموږ هېله داده چې په راتلونکو ورځو کې هم د افغانستان خلک په صبر، حوصله او قانونمندي او د مسووليت په احساسولو سره د دويم پړاو ټاکنو هدفونه تعقيب کړي په دغو ټاکنو کې برخه واخلي او فعاله برخه واخلي .''

تېره ورځ ولسمشر حامد کرزي هم له خلکو غوښتي ووچې د دويم پړاو په ټاکنو کې تر مخکنيو هغو دوه، درې برابره زيات گډون وکړي.

ښاغلي عبدالله د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري د ټاکنو دويم پړاو ته تلل او د حامد کرزي له لوري د اعلان شويو پايلو د منلو هرکلى وکړ .

هغه زياته کړه دويم پړاو ته د ټاکنو غځېدلو د خلکو باور زيات کړ او دده په خبره د خپلو رايو د بې ځايه تلو د مخنيوي په اړه يې امېد پيدا شو .

ده ووېل ايتلافي حکومت د افغانستان د ستونزو د حل لار نه ده او په وينا يې خلک له دويم ځلي ټاکنو هرکلى کوي.

ښاغلي عبدالله د ټاکنو په خپلواک کمېسيون د دوى له لوري د شکونو د لرې کولو په اړه ووېل د راتلونکو ټاکنو د روڼتيا او د درغليو د مخنيوي لپاره د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته يو لړ سپارښتنې او وړاندېزونه لري ، خو ده د دغو سپارښتنو او وړانديزونو په اړه ډېر جزييات ورنکړل .

ده په دويم ځلي ټاکنو کې هغه اندېښنې بې ځايه وبللې چې گواکې د ځانگړو سيمو او قومونو خلک دې له يوه ځانگړي کانديد نه ملاتړ وکړي د ده په وينا افغانانو په تېرو ټاکنو کې وښوده چې خپله رايه سمت، توکم ، ژبې ته نه ، بلکې د کانديدانو تگلارو او د افغانستان ښې راتلونکې ته ورکوي .

ډاکټر عبدالله د دويم ځلي ټاکنو لپاره د هوا شراېط وړ وبلل او له امنيتي ځواکونو يې وغوښتل چې د رايې ورکوونکو د امنيت خوندي ساتلو لپاره شرايط برابر کړي .

ده دغه راز په خلکو غږ وکړ چې په راتلونکو ټاکنو کې په پراخه کچه گډون وکړي .

د افغانستان د ولسمشرۍ وروستۍ ټاکنې د اگست په شلمه وشوې او دا دى دويم ځلي هغه يې د نومبر په اوومه شاوخوا دوه اوونۍ وروسته ترسره کېږي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت