BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:43 گرينويچ 2009 ,20 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
پاکستان: اسلامي پوهنتون کې چاودنې شوې
 
د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون
د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون کې د ګڼو اسلامي هېوادونو محصلين په تحصيل بوخت دي .
د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون په انګړ کې دوو چاودنو څلور تنه وژلي او تر 18پورې نور ټپيان شوي دي .

دغه پوهنتون د اسلام اباد په ختيځ سيکټر آی ټېن کې پوليس لاين ته جوخت پروت دی .

په اسلام اباد کې پوليسو ويلي چې لومړۍ چاودنه د نجونو درسي بلاک ته څېرمه په کيفټيريا کې وشوه، چې شېبه وروسته د شريعت په نامه درسي ودانۍ ته نژدې بله چاودنه هم وشوه .

پوليسو ويلي چې دواړه ځانمرګي بريدونه دي .

په ټپيانو کې ښځينه محصلين هم شته .

پوليس وايي چې د چاودنو په تور يې د پېښې ځای ته څېرمه يو مشکوک کس هم نيولی او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي .

د اسلام اباد پمز روغتون وياند ډاکټر وسيم خواجه رسنيو ته ويلي چې له اسلامي پوهنتون نه دوی ته درې مړي وروړل شوي، چې دوه يې نارينه او يوه ښځه ده .

په دې وروستيو کې پاکستان کې چاودنې او د تاوتريخوالو پېښې مخ پر زياتېدو دي .

درې ورځې وړاندې پاکستاني پوځ د جنوبي وزيرستان پر قبايلي سيمو ځمکني عمليات پيل کړل چې لاهم دوام لري .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت