|
کابل د پاکستان سفير پوښتنو ګروېږنو ته غوښتی
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان حکومت په کابل کې د پاکستان سفير په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د نيولو او ځورولو په اړه د بهرنيو چارو وزارت ته وربللى
دى .
څو ورځې وړاندې په کابل کې يوه خصوصي تلويزيون يو داسې تصويري راپور خپور کړ چې په کې ښودل کېدل گواکې پاکستاني پوليس او سرتېري په دغه هېواد کې افغان کډوال ځوروي . په کابل کې د پاکستان سفير هغه راپورونه بې بنسټه وبلل چې گواکې پاکستاني پوليسو او پوځ په دې وروستيو کې افغان کډوال د نيولو پرمهال وهلي ډبولي دي . په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورولو راپور د افغانستان خصوصي رسنيو په تصويري بڼه خپور کړ چې په کې ښودل کېدل گني افغان کډوال د نيولو پرمهال د پاکستاني پوليسو او پوځ له لوري شکنجه کېږي . افغان حکومت د پاکستاني پوليسو او پوځ دا ډول چلنډ د ښه ګاونډيتوب ،د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې او د مها جرينو په اړه د جينوا د ١٩٥١ کال د تړو خلاف وباله . خو د حکومتي تلوېزيون د رپوټ پر بنسټ د پاکستان سفير محمد صادق دا ډول راپورونه رد کړل ، زياته يې کړه هغه کسان چې په دغو تصويرونو کې د پوليسو او پوځ له لوري ځورول کيږي افغانان نه، بلکې د سوات د طالبانو د تحريک غړى دي چې د ولسي خلکو د ځورولو او وېرولو او د امنيتي ځواکونو د وژنې په تور نيول شوي دي . په کابل کې د پاکستان سفير په داسې مهال د بهرنيو چارو وزارت ته ور بلل کيږي چې د ورکړل شويو راپورونو له مخې تېره ورځ هم د پاکستان امنيتي ځواکونو په پېښور او راولپينډۍ ښارونو کې يو شمېر کسان چې شمېر يې سوونو ته رسېږي او ډېرى يې افغانان دي نيولي دي . پوليس د دوى د نيولو لامل له دوى سره د قانوني اسنادو نشتوالى په گوته کوي . په پاکستان کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ له هغه وروسته تنده شوې چې د پاکستاني طالبانو له لوري په پيښور او راولپنډۍ ښارونو کې يو لړمرگوني بريدونه وشول . اوسمهال په پاکستان کې سلگونه زره افغان کډوال چې د اوسيدو قانوني اسناد لري ، شپې او ورځې تېروي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
' افغان کډوال په ټاکنو کې ګډون نه شي کولی '08 اگست, 2009 | خبرونه
' افغان کډوال له پاکستانه په زور ايستل کېږي '24 مۍ, 2009 | خبرونه
م.م : د افغان کډوالو د راستنېدا لړۍ بيا پيلېږي30 مارچ, 2009 | افغانستان
دافغان کډوالو ژوند داندېښنې وړ دی 19 فبروري, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||