|
ايران: چاودنې جګپوړي پوځي قوماندانان ووژل
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له ايران څخه رپوټونه وايي چې د دغه هېواد په سوېل ختيځ سيستان ايالت کې چاودنې د انقلاب ساتونکي ځواک دوه قوماندانان وژلي او
ګڼ کسان نور ټپيان دي .
د ايران تلوېزيون ويلي چې په وژل شويو کې د انقلاب ساتونکي ځواک يو قوماندان نورعلي شوشتري او د سيستان او بلوچستان ايالت د انقلاب ساتونکي ځواک مشر جنرال محمد زاده، د ايرانشهر قوماندان او د اميرالمؤمنين پوځي مشر وژل شوي دي . خبري سرچينو په چاودنه کې د ځينو سني او شيعه قبايلي مشرانو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی . سرچينې په چاودنه کې د وژل شويو او ټپيانو شمېر تر ٦٠ تنو پورې ښودلی دی . چاودنه له پاکستاني پولې سره نژدې د سيستان په پيشين سيمه کې داسې مهال شوې ده، چې ويل کېږي سيمه ييزو سني او شيعه قبايلي مشرانو د انقلاب ساتونکي ځواک له مشرانو سره ناستې ته د يووالي په موخه تياری نېوه . د يادو شويو جګپوړو پوځي قوماندانانو وژل کېدل ايراني پارلمان ته د وينا پرمهال د پارلمان مشر علي لاريجاني هم تاييد کړي دي . په تېرو څو کلونو کې څو ځلې په سيستان او بلوچسان کې تاوتريخجنې پېښې شوې دي، چې عمدتاً پړه يې د ايران جندالله ډلې پرغاړه اخيستې ده . په تېرو کابو پنځو کلونو کې د ايران په جنوب ختيځو سيمو کې جندالله خپل فعاليتونه پراخه کړي دي . د زاهدان اميرالمؤمنين په جومات کې د چاودنې پړه هم دغې ډلې پرغاړه اخيستې وه ، چې زياتره قربانيان يې عام خلک ول . جندالله غواړي چې په سيستان او بلوچستان کې د بلوڅ او اهل سنت قامونو د مذهبي حقونو خونديتوب په موخه خپله مبارزه جاري وساتي . دوی وايي چې جندالله جلا غوښتونکې ډله نه ده . خو د ايراني او پاکستاني دولتونو لخوا جندالله يوه ترهګره ډله پېژندل شوې ده . |
ورسره تړلي نور خبرونه
ايران: د الوتکې غورځېدو ١٧ تنه ووژل25 جولاى, 2009 | خبرونه
ايران: د الوتکې راپرېوتو ١٦٨ تنه ووژل15 جولاى, 2009 | افغانستان
ايران د يوې سُني ډلې ١٣ غړي اعدام کړل14 جولاى, 2009 | نړۍ
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||