BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 11:54 گرينويچ 2009 ,17 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
اتمر: د دويم پړاو ټاکنو امنيت نيولو ته چمتو يو
 

 
 
محمد حنيف اتمر
د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر وايي که ټاکنې دويم پړاو ته ځي، نو امنيتي ځواکونه به يې د خوندي کولو په موخه له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي .
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي که ټاکنې دوهم پړاو ته ځي ، نو دغه وزارت به يې د خوندي کولو لپاره له خپلو ټولو وړتياوو کار واخلي .

د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر که څه هم په دې اړه د نورو جزيياتو له ورکړې ډډه وکړه، خو ویې ويل، په دې اړه هره پرېکړه به د افغانستان د وسله والو پوځونو سرقوماندان کوي .

په افغانستان کې د تېرې اګست مياشتې ټاکنې په داسې حال کې ترسره شوې، چې په دغه هېواد کې د ځانمرګو بريدونه په ګډون د مخالينو له لوري له 130 ورپورته بريدونه د امنيتي ځواکونو له لوري ثبت شوي و. چې له امله يې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه .

ټاکل شوې وه د ولسمشريزو ټاکنو وروستي پايلې د تلې مياشتې په وروستيو کې اعلان شي، خو د بېلابېلو لاملونو له امله دغې پايلې لا نه دي څرګندې .

د هغو درغليو په اړه چې ادعايي کېږي، د دغو ټاکنو وروستۍ پايلې ځنډول شوي دي، يو شمېر خلک ګومان کوي چې کېدای شي ټاکنې د دوو مخکښو سيالانو ترمنځ دويم پړاو ته وغځېږي .

د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر وايي که ټاکنې دويم پړاو ته ځي، نو دغه ځواکونه به يې د خوندي کولو په موخه له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي :

... موږ نه غواړو چې سياسي يې کړو

((دا ټول په دې پورې اړه لري چې د افغانستان د ټولو قواوو سرقوماندان څه امر کوي، کله چې دی امر وکړي موږ به خپل توان او قابليت په کار واچوو چې تياری ونيسو، دا د وطن موضوع ده موږ نه غواړو چې سياسي يې کړو، هرشی چې قانون وايي هماغه به تطبيقوو. ))

تر دې وړاندې د لومړي پړاو ټاکنو لپاره د رای ورکولو د نژدې اووه زره مرکزونو د خوندي کولو لپاره د بهرنيو ځواکونو په ګډون شاوخوا درې سوه زره ځواکونه په دندو ګمارل شوي و.

د افغانستان د ټاکنو کميسيون له انتخاباتو وړاندې په وار وار د نورو ستونزو ترڅنګ په يو شمېر سيمو کې له امنيتي ننګونو هم اندېښنه ښودلې وه.

همدا لامل و چې د افغانستان په يو شمېر سويلي او ختيځو ولايتونو کې د ټاکنو په لسګونو مرکزونه تړلي پاتې وو .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت