BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 12:29 گرينويچ 2009 ,14 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
وردګ : ١٥،٣ ميليونه درسي کتابونه چاپ شول
 

 
 
د پوهنې وزير فاروق وردګ
ښاغلی وردگ زياتوي چى تېرکال ددغه وزارت لخوا ٦١ ميليونه درسي کتابونه چاپ شوي ول او سږ کال يې د ښوونځيو د متوسطې او د ليسې د دورو د کتابونو چاپولو هڅې هم پيل کړي دي .
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د ښوونځيو ابتدايي دورې لپاره يې څه د پاسه پنځلس ميليونه درسي کتابونه چاپ کړي او په روانه اوونۍ کې به يې ټولو ولايتونو ته د وېشلو لړۍ پيل کړي .

د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د زده کوونکو لپاره د درسي کتابونو کموالى او ترڅنگ يې د دغو کتابونو ټيټ کيفيت هغه ستونزې دي چى زيات شمېر کورنۍ ترې شکايتونه کوي، خو اوس د افغانستان د پوهنې وزارت وايي اوسني کتابونه يې په ښه کيفيت چاپ شوي او دا هڅې يې پيل کړي چې د زده کوونکو د درسي کتابونو د کموالي ستونزې هوارې شي .

د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردگ وايي د دغه وزارت د پراختيايي بوديجې په مټ يې د ټولو ولايتونو د زده کوونکو لپاره څه دپاسه پنځلس ميليونه درسي کتابونه چاپ کړي او تر راتلونکي درېيو کلونو پورې به د زده کوونکو ستونزې د کتابونو د کموالي له اړخه هوارې شي .

(( د لومړي ټولګي نه تر شپږم پورې ١٥ اعشاريه درې ميليون کتابونه چاپ شول، چې وېش يې په دې اوونۍ کې پيلېږي، چې له دې سره به د لومړنيو ښوونځيو د زده کوونکو ستونزې اوارې شي، خو سربېره پردې موږ ٣٣ اعشاريه درې ميليون نورو کتابونو ته اړتيا لرو، کله چې دا کتابونه هم شم چاپ شي، نو د هېواد له د ښوونځيو له لومړي ټولګي نه تر ١٢ پورې د زده کوونکو د کتاب ستونزې به اوارې شي . ))

افغان زده کوونکي
د چارواکو په وينا نژدې اووه ميليونه زده کوونکي ښوونځيو ته ځي او په زده کړو بوخت دي .

ښاغلی وردگ زياتوي چى تېرکال ددغه وزارت لخوا ٦١ ميليونه درسي کتابونه چاپ شوي ول او سږ کال يې د ښوونځيو د متوسطې او د ليسې د دورو د کتابونو چاپولو هڅې هم پيل کړي دي .

په دغه هېواد کې د کتابونو د کموالي تر څنگ د مسلکي ښوونکو کموالي هم ډېرو زده کوونکو ته د ليک لوست په زده کولو کې ستونزې پيدا کړې دي، خو د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکو ويلي د ښوونکو د سويې د ارزولو په موخه يې هڅې پيل کړي چى کومو نورو روزنيزو پروگرامونو ته اړتيا لري .

د دوى په وينا يو شمېر ښوونکي يې د لوړوزده کړو په موخه بهرنيو هېوادونو ته هم لېږلي دي .

د دغه هېواد په يو نيم لکو ښوونکو کې د داسو کسانو موندنه آسانه ده چى له دوولسم ټولگي فارغ شوي او ځينو يې لاښوونځي هم نه دي بشپړ کړي .

٧ ميليونه زده کوونکي ښوونځيو ته ځي

که څه هم يو شمېر افغانان د ښوونې او روزنې په برخه کې ځينې ستونزې يادوي خو بياهم په وروستيو کلونو کې په دې برخه کې ځينې پرمختگونه شوي، او اوس مهال د چارواکو په وينا نژدې اووه ميليونه زده کوونکي ښوونځيو ته ځي او په زده کړو بوخت دي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت