BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:20 گرينويچ 2009 ,14 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
چارواکي : که ځواکونه ډېر شي، امنيت به ټينګ شي
 

 
 
افغان امنيتي چارواکي
د افغانستان د امنيتي ادارو چارواکو چې هر يوه د روانې نا امنۍ په اړه اندېښنه ښودله ټينگار وکړ چې د افغان ځواکونو لږوالى او د امکاناتو نه شتون ددې لامل شوى چې مخالفان دې په هرځاى کې سر راپورته کړي او نا امني دې جوړې کړي .
د افغانستان ولسي جرگې له امنيتي ادارو وغوښتل چې په دوو اوونيو کې ورته د هېواد د امنيت په اړه يوه هر اړخيزه کړنلاره وړاندې کړي .

ولسي جرگې په خپله ننۍ غونډه کې ټينگار وکړ چې نا امني د بل هر وخت په پرتله ډېره شوې او بايد په دې اړه چې کچه به يې نوره نه لوړېږي او مخنىوى به يې کېږي خلکو ته ډاډ ورکړل شي .

افغان امنيتي چارواکو چې د دوهمې ورځې لپاره ولسي جرگې ته بلل شوي وو، ټينگار وکړ، تر هغو چې افغان ځواکونه پياوړي او ډېر نه شي گرانه به وي اوسنۍ امنيتي ستونزې اوارې شي .

له افغان امنيتي چارواکو سره په دوه ورځنىو اوږدو خبرو او بحثونو کې د ولسي جرگې ټول غړي په دې باور و چې ددغه هيواد امنيتي حالت تېر ته په کتو ډېر خراب شوى او جدي پاملرنې ته اړتيا لري .

د جرگې مشر يونس قانوني وويل، چارواکو هم منلې چې سږکال د طالبانو بريدونه ډېر شوي او نا امنيو هم تېر ته په کتو زور اخيستى .

نوموړي زياته کړه چې د نورو ټولو کورنيو او بهرنيو لاملونو ترڅنگ لويه ستونزه چې د افغانستان حالت يې دومره خراب کړى د افغان او بهرنيو ځواکونو ترمنځ د کارونو نه همغږي او د يوې يوگونې امنيتي کړنلارې نشتوالى دى، چې د هغه په وينا بايد په راتلونکو دوو اوونيو کې د افغان امنيتي دارو لخوا ولسي جرگې ته وړاندې شي :

" وړانديز کوو چې ښاغلي وزيران او د ملي امنيت مشر دې سره کېني او د درېواړو امنيتي ادارو او محلي ارگانونو په استازيتوب دې يوه يوگونې امنيتي طرحه موږ ته وړاندې کړي. ددغې طرحې په جوړولو کې دې د ولسي جرگې د دفاعي، امنيتي او نړيوالو چارو کميسيونونه او نور استازي هم چې غواړي خپل نظرونه شريک کړي ."

ښاغلي قانوني زياته کړه چې پر دغې کړنلارې به د ولسي جرگې استازي بحث وکړي او وروسته به د امنيتي ستراتيژۍ په توگه حکومت ته وړاندې شي چې په وينا يې عملي کول يې کېداى شي اوسنى امنيتي حالت سم کړي .

د افغانستان د امنيتي ادارو چارواکو چې هر يوه د روانې نا امنۍ په اړه اندېښنه ښودله ټينگار وکړ چې د افغان ځواکونو لږوالى او د امکاناتو نه شتون ددې لامل شوى چې مخالفان دې په هرځاى کې سر راپورته کړي او نا امني دې جوړې کړي .

هغوى ددې ترڅنگ له ترهگرۍ سره د جگړې په لاره کې د ښو طرحو د جوړېدو، ملي اتفاق، سياسي گډون، ښې حکومتدارۍ، متوازنې پراختيا او ملي روغې جوړې د عملي کېدو او د بهرنۍ لاسوهنې د بندېدو غوښتنه وکړه .

د افغانستان ولسي جرگې وروسته له هغې ددغه هيواد امنيتي چارواکي استجوابيه غونډو ته وروبلل چې ددغه هيواد په بېلابېلو سيمو په تېره بيا شمال کې د نا امنيو د خپرېدو په اړه رپوټونه خپاره او اندېښنې په ډاگه شوې .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت