|
جنرال عبدالرحيم وردگ: لاهم افغان پوځ نيمګړتياوې لري
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د دفاع وزير وايي نړيوالې ټولنې افغان پوځ ته د پرمختلليو درنو وسلو له ورکړې ډډه کړې ده .
جنرال عبدالرحيم وردگ له بي بي سي سره په يوه ځانگړې مرکه کې وويل نړيواله ټولنه او امريکا په دې باور دي چې د افغانستان په اوسنۍ جگړه کې ډېرو درنو وسلو ته اړتيا نه شته . ښاغلي وردګ د مرکې په لومړي سر کې وويل چې : (( موږ د افغانستان په ملي پوځ کې يو لړ نيمگړتياوې لرو چې له بده مرغه لا تر اوسه له منځه نه دي تللي، يوه يې هم دا ده چې زموږ د پوځ په سلو کې اتيا مرگ ژوبله د هغو توکو له امله ده چې خلکو پخپل لاس جوړ کړي دي . موږ د دغو توکو پر ضد پر مختللي وسايط او ټيکنالوژي په واک کې نه لرو، يو ستره نيمگړتيا مو همدا ده، بله دا چې موږ د هوايي ترانسپورت د وړتيا نشتوالى او د هوايي کشف په برخه کې چې زموږ د ځمکنيو ځواکونو ملاتړ وکړي په دې برخه کې ډېرې نيمگړتياوې لرو او د افغانستان د هوايي ځواکونو په بيا رغاونې ته ډېر وروسته يانې د ٢٠٠٨ کال په شا وخوا کې پام اړول شوی دى له هغې وړاندې دې برخه کې هېڅ پام نه وو شوى . دا رنگه موږ د زغروالو ځواکونو په برخه کې چې په مټ يې خوندي پوځي خوځنتونه وکړاى شو هم ستونزې لرو ، په تېره بيا موږ داسې زغروال وسايط نلرو چې د ټانک په څېر نور جگړه ييز ماشينونه چې پر دښمن د اور بلولو جوگه وي په واک کې نلرو، خو د هوايي ځواکونو په برخه کې د راتلونکې لپاره يو لړ پلانونه لرو، د افغانستان اقتصاد د دې وړتيا نلري چې پخپله يې واخلي، د نړيوالې ټولنې يو نظر دا دى موږ د هغې جگړې سره چې مخامخ يو نو درنو وسلو او مهماتو ته اړتيا نه ليدل کېږي .
په داسې حال کې چې زموږ استدلال دا دى چې د دې هېواد امنيت د بهرنيو ځواکونو د وتلو وروسته هم ټينگ پاتي شي، نو د افغان ملي پوځ سمبالښت هم د افغانستان امنيت خوندي کوي او هم د ځواکونو په انډول ساتلو کې د سيمې امنيت هم خوندي کولاى شي . دا رنگه موږ به په دې وتوانيږو هغه لاس ته راوړنې وساتو چې په تيرو کلونو کې افغان او نړيوالو ځواکونو تر لاسه کړي دي .)) پوښتنه : مانا دا چې تر اوسه نړيواله ټولنه نه ده چمتو شوې چې تاسو ته درنه وسله ورکړي او ستاسې هوايي ځواکونه سمبال شي ؟ ځواب : زموږ د هوايي ځواک د ترانسپورت او کشف په برخه کې يو لړ پلانونه په پام کې شته ، د هوايي دفاع په برخه کې هم پلانونه شته ، خو له بده مرغه ډير وروسته پرې کار پيل شوى ، د درنو وسلو په برخه کې چې د ټانک او جگړه ييزو ماشينونو شته والى وي په دې برخه کې مو د پام وړ پرمختگ نه دى کړى ، خو زموږ په هغه پلان کې چې د ٢٤٠ زرو سرتيرو لپاره جوړ شوى هلته مو د يو لړ درنو وسلو لپاره پاملرنه شوې خو هغه هم دومره نه دي چې يو نورمال پوځ يې لري . پوښتنه : په ځينو برخو کې افغان سرتيرو په بهرنيو ځواکونو بريد ونه کړى ، داسې فکر نه کوئ چې يوه له انديښنو به دا وي چې کيداى شي د افغان پوځ په واک کې درنې وسلې ورکړل شي ، نو کيداى شي د بهرنيو ځواکونو پر ضد وکارول شي ؟ ځواب: نه ، نه داسې پيښې ډيرې لږې دي ، او دا رنگه پيښې د بهرنيو ځواکونو په منځ کې ان د هغوى پخپلو هيوادونو او نورو سيمو کې هم پيښې شوي دي ، خو خبره دا ده چې دغه درنې وسلې ډيرې گرانې دي ، دوهمه خبره دا ده چې په خرپ او ترپ جگړه کې ډيره اړتيا نه شته سره له دې چې څه نا څه اړتيا ورته ليدل کيږي ، خو سل په سلو کې ورته ضرورت نه پيښيږي .
د امريکايانو تجربو دا ښودلې چې په عراق کې د درنو وسلو کارول ډير اغيز ناک پريوتي دي ، زموږ سره هم ځينو هيوادونو د دغو درنو وسلو په راکولو کې ژمنې وکړې ، هغه ټانکونه تر ديره په پخواني سيستم جوړ وو چې موږ يې اخيستلو ته زړه ښه نه کړ . زموږ هيله دا ده چې موږ هم بايد يو سمبال پوځ ولرو چې په مټ يې وتوانيږو د خپلې خاورې د بشپړتيا ، خپلواکۍ او ازادۍ ته په کلکه ننگه وکړو او د خپل دوديزې دندې په توگه دغه څه ترسره کړي . پوښتنه : او څو کاله په کار دي چې افغان پوځ د نړيوالو ځواکونو ځاى ونيسي ؟ ځواب : البته دا د دې سره تړلې چې امنيتي وضعه څه دول پراختيا مومي او دا رنگه دوى تر کومه زموږ سره د وسلو او مهماتو په برخه کې مرسته کوي ، اوس چې کوم پلان جوړ شوى دا ډير چټک پلان دى او په څلورو کالو کې بايد موږ ٢٤٠ زره سرتېري ولرو او د ٢٠١٣ کال تر اکتوبره پورې دغه شمېره بشپړه شي ، او تر هغه وخته به بهرنيو ځواکونو ته زموږ اړتيا کمه وي او اوس مو هڅه دا ده چې د پوځي عملياتو مشري پخپله په غاړه واخلو . پوښتنه : خو دغه ٢٤٠ زره سرتېري معاش ته اړتيا لري او نور مالي امکانات هم غواړي که چېرته بهرنۍ مرستې کمې شي، نو تاسو به څنگه دغه څه پوره کړاى شئ . او ايا داسې نه گڼئ چې بيا به د مکلفيت دورې سرتېرو ته اړتيا پېښه شي ؟ ځواب : د هغو محاسبو له مخې چې نړيوالو ځواکونو کړې، که چېرته افغان ځواکونه د هغوى ځاى نيسي، نو په سلو کې اتيا د هغوى لگښت کمېږي ، او که د دغه څه نه شل ياپنځلس فيصده يې افغان ځواکونو ته ځانگړي کړي نو د مالي پلوه هغوى ته ډير گټور پرېوځي، نو ښايي هغوى تر هغې پورې چمتو وي چې افغانستان د اقتصادي پلوه پخپلو پښو ودرېږي نو د مرستو لړۍ به جاري وي .
همدا اوس هم داسې هېوادونه شته چې په لسگونه کاله تېرېږي او پوځي مرستې ورسره کېږي، د عسکرۍ د مکلفيت په اړه بايد ووايم کله چې د افغانستان د ملي پوځ په تشکيل کار پيل شو، نو د جبري عسکرۍ لپاره امکانات نه وه ، دوهمه خبره دا ده چې دولت بايد د هېواد په ټولو برخو حاکم واى چې مکلفيت يې په خلکو منلى واى، درېيمه خبره دا ده چې زموږ ټول سرحدات بايد خوندي واى، او هغه درې څلور ميليونه افغانان په بهرنيو هېوادونو کې نه وسېدلاى ، نوځکه يې امکانات نه وو .
اجباري عسکري
په ډېرو هېوادونو کې اجباري عسکري ځکه ختمه شوې چې جگړه ډېره پېچلې شوې ده نو ځکه د حرفوي عسکرۍ لپاره لېوالتيا ډېره شوې ده، دا رنگه دا خبره هم وه چې په ځينو کورنيو کې يو ځوان پاتې دى او که هغه موږ عسکرۍ ته ليږلى واى نو هغه بل گټندوى نه لاره، له همدې کبله اردو ته د ځوانانو جذبېدل پخپله خوښه شول ، همدا اوس د افغانستان ملي پوځ د شمير له مخې نژدې يو لکو ته رسېږي ، نو کېداى شي چې پنځه لکه خلک له همدې کبله هوسا او بسيا شي، نو د دفاع وزارت او په تېره بيا زه په دې فکر يم چې داسې گامونه دې واخيستل شي چې په راتلونکي کې موږ رضا کاره ملي پوځ ولرو . که شمېر يې دومره ډېر هم نه وي، خو د نړۍ په دغې کړکېچنې سيمې کې امن ټينگ شي او داسې سيستم چې اوس په سويس کې شته او يا هم د امريکې نېشنل گارډ دى او ځوانان هر کال راځي د څه مودې لپاره راځي پوځي زده کړې کوي او بېرته خپلو چارو ته په ملکي برخو کې ستنېږي او هغوى هر کال ښوونه او روزنه تر لاسه کوس او په بېړنيو حالاتو کې د همدغو ځوانانو نه گټه اخيستل کېږي موږ د همدا شان يو سيستم د رامنځته کولو په فکر کې يو چې په هغه صورت کې زموږ ځوانان هم پوځي زده کړې وويني او هم په سخته کې د خپل هېواد امنيت ټينگ کړي . پوښتنه : هر کال هم د بهرينو ځواکونو شمېر ډېرېږي او هم مالي سرچينې او مرستې ډېرېږي ، خو ورسره، ورسره امنيت خرابېږي او وضعه نوره هم کړکېچنه کېږي د دغې وضعې ارزونه څنگه کوئ ؟
تر ٢٠٠٧ پورې ملي پوځ او پوليسو ته پام نه کېده
ځواب : په پيل کې زموږ نړيوالو ملگرو گواښونه ډير بې ارزښته ارزول دا که په سهوه کې وه او يا هم په قصدي توگه ، نو د افغانستان د امنيتي ځواکونو د سمبالښت ته يې هم په هماغه ټيټه کچه کتل او تر ٢٠٠٧ کاله پورې د افغانستان ملي پوځ او پوليسو ته سمه پاملرنه نه وه شوې، له هغه وروسته کومه بوديجه چې دې برخې ته ځانگړې شوه هغه هم په ځينو برخو کې د پيښ شوي ځنډ او خنډ له امله تر اوسه يې پايلې نه دي رارسېدلې . نو ځکه دا هر څه تت ښکاري او پاملرنه ډېره زياته د عراق پر لورې وه او هغه پرېکړې چې هم شوې نو دوى د افغانستان د چاپېريال سره بلد نه وه نو پرېکړې يې هم نيمگړې وې ، د بېلگې په توگه د امنيتي سکتور په برخه کې د ريفورم برخې چې پنځه برخې لرلې نو پنځو بيلابيلو هيوادونو د دغو برخو مشري په غاړه واخيسته . ځينو هېوادونو پخپلو برخو کې ډيره پاملرنه وکړه او ځينو نورو لړه پاملرنه وکړه او پايله دا شوه چې د افغانستان امنيتي ځواکونه په انډوليزه توگه پر مخ لاړ نه شي او دا د دې لامل شوه چې زموږ د پرمختگ مخه ډب شي ، خو اوس داسې ليدل کېږي چې تجربې پخې شوې او هغو هېوادونو چې پخوا په دغو برخو کې تيروتنې کړې وې اوس پوه شوي او اوس هڅه کېږي چې دغه ټولې نا خوالې له منځه لاړې او اصلاح شي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||