BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 11:25 گرينويچ 2009 ,12 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
پاکستان: ځانمرګي بريد ٤١ تنه ووژل
 
پاکستان کې د پخواني خونړي بريد عکس
دا په پاکستان کې د اورپکو د خونړيو بريدونو د لړۍ وروستی هغه ده .
د پاکستان په شمال لوېديځ کې امنيتي سرچينې وايي چې پر يوه پوځي کاروان بريد شوی دی .

په بريد کې کابو دېرشو پوځي مامورينو د وژل کېدو او تر څلوېښتو د ډېرو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی .

پوليس وايي چې چاودنه د سوات درې ته څېرمه په شنګله ولسوالۍ کې د يوه پوځي موټر څنګ ته شوې ده .

داسې فکر کېږي چې د بريد ډېری قربانيان امنيتي کسان دي .

دا په پاکستان کې د اورپکو د خونړيو بريدونو د لړۍ وروستی هغه ده .

د پاکستان پوځ په دې وروستيو کې د پراخو پوځي علمياتو په ترڅ کې له اورپکو څخه د سوات د درې د پاکېدلو خبر ورکړی و .

ويل کېږي چې په وژل شويو کې ولسي وګړي هم دي، خو لا دقيقه شمېره يې نه ده په ډاګه شوې .

پوليسو ويلي چې دغه بريد نن د پاکستان پروخت ماسپښين مهال يوه بجه وشو .

سرچينې ويلي چې په دغه بريد کې د امنيتي سرتېرو درې ګاډي په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي .

دوی وايي چې دغه يو ځانمرګی بريد دی . خو په اړه يې نور جزييات نه دي ورکړي ، چې بريد څرنګه وشو .

شنګله د سوات درې له اړوندو سيمو څخه ده، چې وړادې هم پر امنيتي سرتېرو ورته بريدونه شوي دي .

په دې وروستيو کې پاکستان کې امنيتي حالات تر پخوا هر وخت ډېر ترينګلي شوي دي .

د تېرې جمعې په ورځ د صوبه سرحد پېښور خيبر بازار د ګڼې ګوڼې په سيمه کې يوه ورته بريد شاوخوا پنځوس تنه ووژل او تر شپېتو ډېر نور يې ټپيان کړل .

همدارنګه، تر هغه وروسته پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه په راولپنډۍ کې پر يوې پوځي قرارګاه وسله وال بريد وشو، بريد کوونکي قراراګاه ته په ننوتلو وتوانېدل او د څو ساعتونو لپاره يې دېرش پوځيان يرغمل نيولي وو، چې په دا بله ورځ د عملياتو په پايله کې خوشي شول .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
دا څنګه کېدای شي ؟!
11 اکتوبر, 2009 | خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت