BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:28 گرينويچ 2009 ,12 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
م.م: په افغاني ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده
 

 
 
کای ايده په کابل کې د خبري ناستې پرمهال
کای ايده: ((ما د تېرو اوونيو په ترڅ کې خپل ټول وخت د ټاکنو د لړۍ پر ساتلو تېرکړي چې دقيقا يو آسانه کار نه دى، دغه لړۍ له ډېرو ستونزو سره مخامخ وه او څرنگه چې تاسو پوهېږئ پراخې درغلۍ هم شوې دي . ))
د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړی استازی کای ايده وايي دا سمه ده چى د سويلي او سويل ختيځو ولايتونو د راى ورکولو په ځينو مرکزونو کې درغلۍ شوې، خو دده په وينا د افغانستان په ډېرو نورو برخو کې هم ورته درغلۍ شوي دي .

هغه زياتوي نشي کولاى د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون او د شکايتونو د اورېدو کميسيون د ېرېکړ ې په اړه وړاندوېينه وکړي :

(( اوس ددغې براخې موضوع په اړه پرېکړه کېږي . ادعا شوې وه چې دېرش په سلو کې درغلي شوې وه ، اوس مهال د درغليو د کچې په اړه څه نشم ويلى، هېڅوک هم نه پوهېږي، ما د شکايتونو د اورېدو د کميسيون درې غړي ټاکلي دي خو وړاندوېينه نشم کولاى چې د هغوى پرېکړې به څه وي .

په همدې حال کې ښاغلي آيده چى په کابل کې د امريکې، بريتانيا، فرانسې، آلمان، ايټاليا د سفيرانو او د اروپايي ټولنې د استازو او ځينو نورو بهرنيو ديپلوماتانو په شتون کې خبرې کولې ټينگار يې وکړ چې خپل ماموريت يې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې په بشپړ ملاتړ ترسره کړى دى :

رای ورکونه
د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاکنې د تېرې اګست مياشتې پر شلمه وشوې او خلک يې تر اوسه پورې پايلو ته په تمه ناست دي، خو په ټاکنو کې د پراخو درغليو شتوالي د ولسمشرۍ يو شمېر کانديدان اندېښمن کړي او هغوى د ټاکنو د بل پړاو د ترسره کېدو غوښتونکي دي .

(( ما د تېرو اوونيو په ترڅ کې خپل ټول وخت د ټاکنو د لړۍ پر ساتلو تېرکړي چې دقيقا يو آسانه کار نه دى، دغه لړۍ له ډېرو ستونزو سره مخامخ وه او څرنگه چې تاسو پوهېږئ پراخې درغلۍ هم شوې دي . دا آسانه کار نه دى او ما پر دغې موضوع پام درلود، خو اړينه داده چې دغه هېواد له دغې لړۍ ووځي او په افغانستان کې د ديموکراسۍ لړۍ دوام ومومي، ما د نړيوالې ټولنې په بشپړ ملاتړ خپل کارمخ ته بيولې دى .))

له بلې خوا د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرگو يو شمېر غړود يوه پرانيستي ليک په ترڅ کې د ملگرو ملتونو له سازمانه غوښتي د هغو بهرنيانو مخه دې ونيسي چې بې ځايه د افغانستان په کورنيو او سياسي چارو کې لاسوهنې کوي .

د افغانستان په ولسي جرگه کې د کندوز ولايت استازی معين مرستيال وايي له ملگرو ملتونو يې غوښتنه کړى چې هېڅ بهرني ته د افغانستان په ځانگړې توگه د ټاکنو په چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي .

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاکنې د تېرې اګست مياشتې پر شلمه وشوې او خلک يې تر اوسه پورې پايلو ته په تمه ناست دي، خو په ټاکنو کې د پراخو درغليو شتوالي د ولسمشرۍ يو شمېر کانديدان اندېښمن کړي او هغوى د ټاکنو د بل پړاو د ترسره کېدو غوښتونکي دي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت