|
عراق: ٣ ځانمرګو بريدونه ٢٢ تنه ووژل
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د عراق په الرمادي ښار کې درېيو ځانمرګو بريدونو لږ ترلږه ٢٢ تنه وژلي او تر ٥٠ دېر نور يې ټپيان کړي دي .
د عراق امنيتي سرچينو ويلي چې دوه ځانمرګي بريدونه د دوو ګاډو په وسيله شوي دي . امنيتي سرچينو ويلي چې لومړي بريدګر غوښتل، چې د پوليسو مرکز مخې ته له درول شوي محافظتي دېوال سره خپل ګاډی وجنګوي . له لومړۍ چاودنې چې د پېښې په ځای کې د خلکو ګڼه ګوڼه هم وه، شېبه وروسته بله چاودنه وشوه . رپوټونه وايي چې چاودنې داسې مهال شوې، چې د ولايت قامي مشران او سيمه ييز چارواکي په يوه غونډه کې سره راټول شوي ول . له چاودنې وروسته پوليسو په سيمه کې ګرځبنديز اعلان کړ . |
ورسره تړلي نور خبرونه
د عراق په شمال کې چاودنو ١٦ووژل 29 اگست, 2009 | نړۍ
عراق: چاودنو د ٢٠عراقيانو ژوند واخيست25 اگست, 2009 | نړۍ
عراق: چاودنو ٤١ ووژل ١٥٠ نور يې ټپيان کړل 10 اگست, 2009 | نړۍ
په عراق کې خونړۍ ورځ 08 اگست, 2009 | نړۍ
عراق: موټربم چاودنو٤ تنه ووژل26 جولاى, 2009 | خبرونه
دعراق وروستۍ اونۍ، بريدونه او مرګ ژوبله10 جولاى, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||