|
پاکستان: د پوځ له قرارګاه نه ٤٠ تنه خوشي شول
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان پوځ وايي په راولپنډۍ کې يې د پوځ په قرارگاه کې د اورپکو له يرغمل څخه ٤٠ تنه راخلاص کړي څلور يرغمل کوونکي وژل شوي
.
د خلاصون په عملياتو کې چې نن گهيځ وختي پيل شول، درې يرغمل او څلور يرغمل نيوونکي هم وژل شوي او يو تن يې ژوندى نيول شوى دى . د پوځ وياند جنرال اطهر عباس رسنيو ته ويلي چې نيول شوى تن چې عقيل نومېږي او په داکټر عثمان مشهور دى، د دغې لس کسيزې بريد کوونکې ډلې مشر دى. مخکېني مالومات پاکستاني امنيتي سرچينو ويلي چې په راولپنډۍ کې يې له تېرې ورځې راهيسې په يوه پوځي مرکز کې د بريد کوونکو له يرغمل نه دېرش پوځيان راخوشي کړي دي . دوی وايي چې له تېرې ورځې راهيسې يې د يرغمل شويو پوځيانو د ايله کولو لپاره عمليات جاري ساتلي وو . پوځي چارواکو ويلي چې له يرغمل شويو پوځيانو څخه يې درې تنه د عملياتو پرمهال وژل شوي . دوی وايي چې په عملياتو کې يې يو بريد کوونکی ژوندی نيولی . په اسلام اباد کې د بي بي سي د اردو څانګې د دفتر مدير هارون رشيد وايي : ((نن سهار شپږ بجې د پاکستاني پوځ وياند جنرال اطهرعباس وويل چې له تېرې ورځې راهيسې د يرغمل شويو پوځيانو د خوشي کېدو لپاره عمليات پيل شول ، چې زياتره يې خوشي کړي او اوس تلاشۍ جاري دي .)) اورپکو د تېرې شنبې په ورځ دغه کسان هغه مهال يرغمل کړل، چې په دغه پوځي مرکز يې بريد وکړ .
تېره ورځ په دوه اړخيزه نښته کې څلور پوځيان او څلور بريد کوونکي وژل شوي وو . په يوه اوونۍ کې دا په پاکستان کې درېيم خونړی بريد دی . داسې ويل شوي چې د امجد فاروقي په نامه يوې ډلې د راولپنډۍ په دغه بريد کې لاس درلود . تر دې وړاندې د پېښور ښار په خيبربازار چاودنه کې لږترلږه پنځوس تنه وژل شوي وو . بريد کوونکو دغه يرغمل پوځيان له ځانه سره د ١٧ ساعتونو لپاره يرغمل نيولي وو، چې بيا وروسته د پاکستان ځانګړو ځواکونو (کوماندوز) يې د خوشي کولو عمليات پيل کړل . د فرانسې خبري اژانس وايي په هغې ودانۍ کې، چې بريد کوونکي پټ او پوځيان يې يرغمل نيولي وو، د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي . د پاکستاني پوځ وياند جنرال اطهرعباس وايي چې بريد کوونکو پوځي يونيفورم اغوستی و او په سپين مازدا ډوله ګاډي کې هلته ورغلي ول . ښاغلی عباس زياتوي چې د بريد له ځايه دوه بريد کوونکي تښتېدلي، او ښايي چې نور وسله وال هم هلته پټ وي چې دوی يې لټون پيل کړی دی . |
ورسره تړلي نور خبرونه
پاکستان: د راولپنډۍ په بريد کې ١٣ تنه وژل شوي10 اکتوبر, 2009 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||